لاس رسیدونکی لینک

بنګله ديش کې بل هندو مذهبي مشر وژل شوى


 هندو مذهبي مشر شى منانده داس بابا جي مهاراج دجمعې په ورځ په جينايده سيمه کې وژل شوى دى.

هندو مذهبي مشر شى منانده داس بابا جي مهاراج دجمعې په ورځ په جينايده سيمه کې وژل شوى دى.

دپوليسو وينا ده بنګله ديش کې يو بل هندو مذهبي مشر وژل شوى دى.

دپوليسو وينا ده دهندو مذهبي مشر دوژل کيدو پشا دعواملو څخه ناخبره دي او په دغه اړه يې تر دې مهاله څوک نيولي هم نه دي.

هندو مذهبي مشر شى منانده داس بابا جي مهاراج دجمعې په ورځ په جينايده سيمه کې وژل شوى دى.

دضلعي پوليسو مشر محبوب رحمان ويلي مذهبي مشر سحر مهال په يو مندر کې دعبادت تياري کوله چې په دغه مهال په يو موټر سايکل درې کسان راغلل ، هغه يې په چاړه سره ووژلو او وتښتيدل.

بنګله ديش د١٦٠ ملينو مسلمانانو اکثريتي هيواد دى او دتيرو څو مياشتو راهسې دغه هيواد کې په ازادخياله خلکو او مذهبي اقليتونو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

بنګله ديش کې دځينو خلکو دوژلو ذمه واري تندروه ډلې داعش قبوله کړې خو دبنګله ديش حکومت ددې خبرې څخه انکار کوي چې ګنې داعش دغه هيواد کې موجودګي لري.

دوه اوونۍ دمخه دبنګله ديش حکومت ددغه رقم بريدونو مخنيوي لپاره په لويه پيمانه چلول شوي يو مهم کې خواوشا پينځه زره شکمن جنګيالي نيولي وؤ، خو ټوله نړۍ کې دبشري حقونو ډلو ددغو کسانو دنيول کيدو غندنه کړې وه.

تيره اوونۍ بنګله ديش کې يو مشهور اسلامي تنظيم يوه فتوه جاري کړې وه چې پکې دنورو مذهبونو سره دتعلق لرونکو خلکو، ازادخياله ليکونکو او فعاله غړو باندې دبريدونو په ګډون دترهه ګرۍ او تندلاريتوب غندنه شوې وه او ويل شوي وؤ چې دا داسلام په ضد دي، ديو لکو څخه زياتو اسلامي مذهبي مشرانو په دغه فتوه لاسليکونه کړي وؤ.

XS
SM
MD
LG