لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش دملاتړ په اړه تورونه بې اساسه دي،نفيس زکريا


 دافغانستان دملي امنيت صلاح کار حنيف اتمر تيره ورځ دجلال اباد دسفر په مهال دپاکستان دنوم اخستو څخه پرته تور لګولى و چې افغانستان کې دداعش دجنګيالو دبهر څخه ملاتړ کولى شي.
دافغانستان دملي امنيت صلاح کار حنيف اتمر تيره ورځ دجلال اباد دسفر په مهال دپاکستان دنوم اخستو څخه پرته تور لګولى و چې افغانستان کې دداعش دجنګيالو دبهر څخه ملاتړ کولى شي.

دافغانستان دملي امنيت دصلاح کار لخوا دتندروه ډلې داعش دجنګيالو دمرستې په اړه تورونه پاکسان بې اساسه ګرځولي دي.

دافغانستان دملي امنيت صلاح کار حنيف اتمر تيره ورځ دجلال اباد دسفر په مهال دپاکستان دنوم اخستو څخه پرته تور لګولى و چې افغانستان کې دداعش دجنګيالو دبهر څخه ملاتړ کولى شي.

دحنيف اتمر دريځ و افغانستان کې دفعاله دعش دجنګيالو داکثريت تعلق پاکستان سره دى.

دافغانستان دملي امنيت دصلاح کار دبيان په اړه اسلام اباد کې داووه نيز حال احوال تيرولو په مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياند نفيس زکريا وويل دغو تورونو کې هيڅ حقيقت نشته.

نفيس زکريا وويل ددغه رقم بيانونو سره هاغو خلکو ته ګټه رسيدلى شي کوم چې افغانستان کې امن او ثبات نه غواړي او ددواړو هيوادونو نازکو اړيکو ته زيان رسول غواړي.

دافغان چارواکو له لوري تيرو وختونو کې هم په پاکستان دافغان طالبانو دملاتړ او هغوي ته دپناه ورکولو تورونه لګيدلي خو افغانستان په پاکستان دداعش دجنګيالو دملاتړ تور نه و لګولى.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان دترهه ګرو او تندلارو په ضد مربوطو هڅو لپاره ژمن دى او دهغه په قول ټوله نړۍ دغو هڅو څخه خبر ده.

په ډاګه دې وي چې روانه اوونۍ کې دافغانستان ننګرهار ولايت کې افغان ځواکونو دداعش د١٣٥ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژلو دعوه کړې وه.

دافغان چارواکو وينا ده دې نښتو کې ١٢ افغان عسکر هم وژل شوي وؤ

دتورخم په پوله دپاک افغان ځواکونو ترمينځ له نښتو وروستو پاک افغان اړيکو کې تاوتريخوالى راغلى او افغانستان کې دامن او جوړجاړي عمل کې دپرمختګ نه کيدو له امله هم افغان چارواکي پاکستان څخه ګيله کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG