لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د نورستان هوايي بريدونو کې ۷۳ طالبان وژل شوي


چارواکي وايي دغو سيمو ته يې د عملياتو دپاره امنيتي سرتيري لېږلي او د بمبارۍ نه پاتې وسله وال د هلته نه په تېښته دي .
چارواکي وايي دغو سيمو ته يې د عملياتو دپاره امنيتي سرتيري لېږلي او د بمبارۍ نه پاتې وسله وال د هلته نه په تېښته دي .

د افغانستان د نورستان صوبې چارواکي وایي په سلګونو وسله والو د کامدېش ولسوالۍ سقوط کول غوښته خو د افغان ځواکونو هیلی کاپټرو وسله وال په نخښه کړي او د اته بهرنیانو په ګډون يې پکې تر ۷۰ طالبان وژلي دي .

د نورستان پوليس مشر اکرام الدین سریع امریکا غږ ته ويلي چې دغه بمباري تېر مازیګر ناوخته شوې او په وژل شوؤ وسله والو کې د کامدېش لپاره د طالبانو ولسوال هم شامل دی .

نوموړي ويلي په دغو هوایي بریدونو کې له ۳۰ نه سېوا وسله وال ژوبل شوي هم دي .

پوليس مشر زياته کړې چې اوس مهال د نورستان په کامدېش برګمټال او وانت وایګل ضلعو (ولسواليو) کې حکومتي عسکر له وسله والو طالبانو سره په جګړه دي او له ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیمو یې طالبان په شا تمبولي دي .

د پوليس مشر په خبره دغو سيمو ته يې د عملياتو دپاره امنيتي سرتيري لېږلي او د بمبارۍ نه پاتې وسله وال د هلته نه په تېښته دي .

د نورستان والي حافظ عبد القیوم ویلي چې په وژل شوؤ وسله والو کې يې اووه کیمره مینان دي چې د جګړې سیمه یې عکاسي کوله او ‌‌‌‌‌‌ډېر شک داکيږي چې دغه کسان ممکن بهرنیان وي .

چارواکو ویلي چې ‌‌‌‌‌‌د حکومت د مخالفو وسله والو زياتره مړي په بمبار شوؤ سیمو کې پراته دي .

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ قومي مشر حاجي صبور امریکا غږ ته ویلي چې په وسله والو سخته بمباري شوې او ګڼه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده .

هغه ويلي ، چې اوس هم په کامدېش او برګمټال کې سخته جګړه روانه ده

د نورستان دغه دوه ضلعې د ‌‌‌‌‌‌ډېورنډ کرښې د پاکستان د چترال سيمې سره په کرښه پرتې دي او حکومت وایي ‌‌‌‌‌‌ډېر وسله وال د کرښې له هغې غاړې څخه له حکومت سره جګړې ته راځي .

خو د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کامدیش په ولسوالۍ د افغان پوځ په هوایي بریدونو کې ۷۳ وسله وال وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي .

طالبانو په خپله د افغان حکومتي چارواکو د ادعاؤ په اړه څه نه دي وئيلي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG