لاس رسیدونکی لینک

صوماليه کې چاودنې ٢٠ کسان وژلي


 يو پوليس عسکر عابد کبير محمد په دې اړه خبري ادارې رويټرز ته ويلي دموغاديشو څخه ٣٠ کلو ميټره لرې دسړک په غاړه دريموټ کنټرول بم چاودنه شوې.

يو پوليس عسکر عابد کبير محمد په دې اړه خبري ادارې رويټرز ته ويلي دموغاديشو څخه ٣٠ کلو ميټره لرې دسړک په غاړه دريموټ کنټرول بم چاودنه شوې.

دصوماليه چارواکي وايي دپلازمينې موغاديشو دافګوئي سره په پيوست کوونکې لويه لار دښخ کړل شوي بم دچاودنې له امله يو بس کې سواره ٢٠ کسان وژل شوي دي.

يو پوليس عسکر عابد کبير محمد په دې اړه خبري ادارې رويټرز ته ويلي دموغاديشو څخه ٣٠ کلو ميټره لرې دسړک په غاړه دريموټ کنټرول بم چاودنه شوې.

دپيښې ځايې ته رسيدلي دافګويي مرستيال چيرمين عبداللهي حسن وويل دچاودنې له امله وړوکى بس تباه شوى.

هغه امريکا غږ سره خبرو کې ويلي په نخښه کړل شوي بس کې د٢١ؤ څخه ٢٣ؤ پورې کسانو سفر کولو.

ددغه بريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو تندروه ډلې الشباب دصوماليه دحکومت او افريقايي اتحاديې په امن عسکرو خونړي بريدونه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG