لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا او ترکي داستنبول هوايي ډګر بريد زمه واري په داعش اچولې


ترکي کې په دغه پېښه ماتم کيږي او د شورو په ورځ يې قومي بېرغ نيمکښو ؤ.
ترکي کې په دغه پېښه ماتم کيږي او د شورو په ورځ يې قومي بېرغ نيمکښو ؤ.

د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې "سي ائي ای" مشر جان برېنن ويلي د ترکي د استنبول په هوايي ډګر د داعش د وسله والو ځانمرګي بريدونه د هغوې د خرابۍ غټه نخښه ده . نوموړي خبرداری ورکړی چې ترهګره ډله په امريکا کې هم د دغه ډول بريدونو هڅه کولی شي .

برېنن د شورو په ورځ ياهو نيوز ته ويلي د ترکي په هوايي ډګر د خودکش جېکټو چاؤدنې شوې او دا داسې څيز دی چې جوړول يې ګران نه دي .

"زه د يو استخباراتي کار پوهه د نظره په دې اندېښمن يم چې د داعش دغه ارادې او توان ته ګورم چې عام خلک وژني او بهر بريدونه ترسره کوي" .

د نهې په ورڅ اتاترک نړيوال هوايي ډګر باندې شوې ترهګر بريد کې د وژل شوؤ شمېره ۴۲ ته رسېدلې او ۲۵۰ کسان پکې ژوبل شوي وو . د دغه بريد زمه واري چا نه ده قبوله کړې خو ترکي يې پړه په تُندروه ډله وراچوي .

ترکي کې په دغه پېښه ماتم کيږي او د شورو په ورځ يې قومي بېرغ نيمکښو ؤ. څيړونکي وايي د ترکي چارواکي دې پېغام ورکولو ته ژمن دي چې استنبول په استقامت دی .

اتاترک هوايي ډګر د بريد نه څو ساعته پس بيرته خلاص کړی شوی او د شوور په ورځ هلته ګڼ شمېر سرتيري ځاې پرځاې کړی شوي وو .

ترکش ائيرلائنز د استنبول او امريکې ترمنځ د پروازونو چلولو سره خپل فضايي سروس په بشپړ ډول بحال کړی دی .

د ترکي وزيراعظم بن علي يلدرم د شورو په ورځ ويلي دوې د پېښې پلټنې کوي خو د شواهدو نه معلوميږي چې د پېښې په شا د داعش لاس دی او د هغه په وينا دا د ترکي د روس او اسرائيل سره د اړيکو ښه کېدو غبرګون کېدی شي .

د امريکا د صدر باراک اوباما په ګډون د نړۍ مشرانو دغه بريد غندلی او د ترکي صدر رجب طيب اردان سره يې غمرازي کړې ده .

وروستو په کېنېډا کې د شمالي امريکا د مشرانو د غونډې په وخت صدر اوباما وويل ملک به يې " تر هغې وخت پورې په قلار نه کښېني چې څو پورې په مهذبه نړۍ د کرکې خورؤنکو شبکو نوغی يې نه وي ويستی " .

د ترکي صدر هم ويلي دا پېښه څرګندوي چې ترهګري د مذهب او رواياتو احترام نه کوي . هغه ويلي ترکي ژمن دی او توان لري چې د ترهګرۍ د خاتمې پورې به يې په ضد جنګيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG