لاس رسیدونکی لینک

کوئټه :د ډزو پېښه کې دملېشې څلور سرتيري ووژل شو


FILE - Security in Pakistan's Baluchistan province.

FILE - Security in Pakistan's Baluchistan province.

د پاکستان بلوچستان صوبې سرښار کويټه کې د ملېشې په يو ګاډي د نامعلومو وسله والو په ډزو کې څلور سرتيري ووژل شو .

چارواکي وايي دغه پېښه نن د شورو په ورځ مازيګر ناوخته د کوئټه په ډبل روډ باندې رامنځته شوه . سرکاري ټي وي د دغه خبر پخلی کوي .

پوليس او د ملېشې چارواکو د سرچينو ترمخه په موټرسائيکلو سواره نامعلومه وسله وال راغلي او د ملېشې ګاډی په هدف کړی دی . وسله وال د ډزو وروستو د موقعې څخه په تېښه کې بريالي شوي دي .

د چارواکو په وينا د ډزو په پايله کې درې سرتيري په ځاې مړه شوي او يو ژوبل په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی .

د پېښې ځاې ته د پوليس او ملېشې سرتيري رسېدلي علاقه يې په ګېره کې اخستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .

د نهې په ورځ هم کويټه کې په دوه بريدونو کې د پوليس څلور سرتيري وژل شوي وو .

د تېرې اوږدې مودې راهسې د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبه کې که څه هم په تېره لږه موده کې د بدامنۍ لړۍ کمه شوې خو په وروستيو کې يو ځل بيا د تشدد پېښې سېوا شوي دي .

XS
SM
MD
LG