لاس رسیدونکی لینک

امريکا کې مسلمانانو ځوانانو ته پيښې ستونزې او موقعې


 دامريکا غږ په تابيا شوې يوه مباحثه کې شريکو امريکايي مسلمانانو ويلي دتندلاريتوب چيلنج يواځې امريکايي مسلمانانو ته پيښ نه دى بلکې دهر مذهب او نظريې منونکي کسان دتندلاريتوب ښکار کيدى شي.

دامريکا غږ په تابيا شوې يوه مباحثه کې شريکو امريکايي مسلمانانو ويلي دتندلاريتوب چيلنج يواځې امريکايي مسلمانانو ته پيښ نه دى بلکې دهر مذهب او نظريې منونکي کسان دتندلاريتوب ښکار کيدى شي.

امريکا کې دميشتوو مسلمانانو ځوانانو وينا ده امريکايي ټولنه کې ورګډيدو کې دوي دزياتو ستونزو سره نه مخ کيږي خو ددې باوجود تندلاريتوب کې دمسلمانانو دککړتيا دموجود منفي تاثر له امله ځينو حالاتو کې ورته ستونزې پيښيږي.

دامريکا غږ په تابيا شوې يوه مباحثه کې شريکو امريکايي مسلمانانو ويلي دتندلاريتوب چيلنج يواځې امريکايي مسلمانانو ته پيښ نه دى بلکې دهر مذهب او نظريې منونکي کسان دتندلاريتوب ښکار کيدى شي.

ددغه مباحثې تابيا دامريکا غږ مرکزي او جنوب ايشيايي ډويژن دواشنګټن مشهور” نيوزيم " کې کړې وه چې مقصد يې امريکا کې ميشتوو مسلمانانو ځوانانو ته په پيښو ستونزو او موجودو موقعو خبرې کول وؤ.

ورجينيا کې دموقعيت لرونکي يو اسلامي مرکز” ايډمز سنټر " دبورډ غړي عثمان الطالب ويلي دميډيا ازادي امريکا کې زيات ارزښت لري خو ميډيا ته به کتل وي چې هيواد کې څه روان دي.

دهغه وينا وه ميډيا ته دمسلمانانو او اسلام دترهه ګرۍ سره دتړلو دهڅو برخخه جوړيدل نه دي پکار او مسلمانانو او نورو اقليتونو ته پيښې ستونزې مخې ته راوړل پکار دي، دهغه په قول دې لړ کې رياست ته هم دخپل کردار ادا کولو اړتيا ده.

ترکي سره تعلق لرونکې اويا روز اکتاس وويل مسلمانانو څخه دا پوښتنه خو کولى شي چې هغوي دخپلو ځوانانو دتندلاريتوب څخه بچ کيدو لپاره څه کړي؟ خو څوک هم دغه پوښتنه دعيسويانو يا نورو مذهبي ډلو څخه ولې نه کوي؟ حالانکې دغه ټولنې هم دتندلاريتوب دچيلنج سره مخ دي.

مباحثه کې شريک صوماليه نژاده امريکايي ځوان محمد حسين وويل هغه دصومالي امريکايي ځوانانو يو تنظيم چلوي چې مقصد يې صومالي ځوانانو ته امريکا کې دموجودو تعليم او روزګار موقعو پورې رسد باوري کول دي.

دهغه وينا وه په امريکا کې زيږيدلى نو ځکه دهاغو ستونزو سره نه دى مخ شوى کومې چې مهاجرينو ته پيښې وي.

دجارج واشنګټن پوهنتون د” دافغان اسټوډنټس ايسوسي ايشن“ صدر مرسل محمد وينا وه امريکايي ټولنه کې ديو مهاجر په توګه ورګډيدل دومره ګران نه دي خو که چرې څوک مسلمان مهاجر وي نو دنورو کسانو په پرتله به ضرور دڅه ستونزو سره مخ کيږي.

دپروګرام کوربه اکمل داوي وينا وه دپيو ريسرچ ديوې اوسنۍ سروى ترمخه امريکا کې دا مهال ٣٣ لکه مسلمانان ميشته دي چې شميره به يې کال ٢٠١٥٠ پورې يو په دوه شي.

دهغه په قول دمسلمانانو موجوده شمير دامريکا دټولې ابادۍ يو فيصده دى خو اسلام او مسلمانان دامريکايي صحافت او سياست يوه مستقله موضوع ده، که يو لوري ته داسلام او مسلمانانو دترهه ګرۍ سره دتړلو په ترڅ کې امريکا ته ددوي دراتګ غوښتنې کيږي نو بل لوري ته داسې مضبوط غږونه هم شته چې داسلام او ترهه ګرۍ پخپل مينځ کې دتړلو او مسلمانانو سره دامتيازي سلوک ساتلو سخت مخالفت کوي.

دمباحثې اخره کې دامريکا غږ دمرکزي او جنوب ايشيايي ډويژن مشر اکبر ايازي وويل ټول امريکايان په انسانيت باور لري که تعلق يې دهر مذهب او ډلې سره وي ځکه چې دا دامريکايي ټولنې يو بنيادي قدر دى.

دهغه وينا وه مسلمانان ځوانان دډيجيټل ميډيا کارولو سره امريکا او ټوله نړۍ کې دموجودو مسلمانانو ترمينځ دپل کردار ادا کولى شي.

دا بحث دلته کتلی او اوریدی شئ:

https://www.facebook.com/voiceofamerica/videos/10153827511513074/

XS
SM
MD
LG