لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د استنبول په هوايي ډګر ځانمرګي بريدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي


د ملک د انصاف وزير باقربوزداق ويلي په دغو بريدونو کې ۱۴۷ کسان ژوبل شوي دي .
د ملک د انصاف وزير باقربوزداق ويلي په دغو بريدونو کې ۱۴۷ کسان ژوبل شوي دي .

د تُرکي په استنبول اتاترک نړيوال هوايي ډګر ځانمرګي بريدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او د د وژنو زياتېدو اندېښنه څرګند کړی شوې ده ،د ملک وزيراعظم بن علي يلدرم په دغه موقع په قام د ملي وحدت غږ کړی دی .

وزيراعظم نن د شورو په ورځ سهار ويلي د نهې په شپه درې ځانمرګي بريد کوؤنکي په ټېکسي کې د استنبول هوايي ډګر ته رارسېدلي دلته يې ځانونه الوزولي او ډزې کړي دي .

د ملک د انصاف وزير باقربوزداق ويلي په دغو بريدونو کې ۱۴۷ کسان ژوبل شوي دي .

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده قبوله کړې خو وزيراعظم يلدرم ويلي د ابتدايي شواهدو نه معلوميږي چې دغه بريد د داعش وسله والو کړی وي .

نوموړي دغه بريد ته ناوړه بزدلانه عمل ويلی او ژمنه يې کړې ده چې د انتهاپسندۍ په ضد به جنګ ته دوام ورکوي او زياته کړې يې ده " ملي وحدت ترهګرۍ ته غوره ځواب دی" .

داعش په روان کال کې استنبول کې د دوه ځانمرګو بريدونو زمه واري قبوله کړې ولې د نهې د شپې د بريد زمه واري يې نه ده قبوله کړې .

د کُرد ياغيانو ډله پي کی کی هم ځانمرګي بريدونه کوي ولې هغه زياتره امنيتي ځواکونه په هدف کوي .

تېر کال استنبول او انقره کې څو وژونکي خونړي بريدونه شوي او په داعش او کُرد ياغيانو يې زمه واري اچول شوې وه .

د تُرکي سرکاري ټيلي ويژن ويلي يو ځانمرګي هوايي اډې ته په ننوتونکې دروازه ځان الوزولی دی . د پښې د عېني شاهدينو په وينا د يو مشکوک حمله کوؤنکي د ډزو په ځواب کې پوليس هم په هغه ډزې کړي دي، وروستو معلومه شوې حمله کوؤنکي په کلاشنکوف ډزې کړي دي .

د چاؤدنو وروستو په سرکاري ټيلي ويژن باندې په هوايي ډګر د ګډ وډي منظرونه ښکاره کړی شوي دي .

د استنبول کمال اتاترک هوايي ډګر د تُرکي تر ټولو غټ او د نړۍ په مصروفو هوايي اډو کې شمارل کيږي .

هوايي ډګر باندې د پېښې يو عېني شاهد د وي او ای تُرکش سروس ته د سترګو ليدلی حال ويلی دی " يو لور ته ډزې او بل اړخ ته بمونه وو خلکو هر لوري ته په منډه وو او هر طرف خلک وو او وينې وې" .

استنبول کې روان کال څو ترهګر بريدونه شوي او د روانې مياشتې په اووه نېټه موټري بمي چاؤدنه کې ۱۱ کسان وژل شوي وو .

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده قبوله کړې ولې کُرد ياغيان د تُرکي په جنوب ختيځ کې د خپلواکۍ دپاره جنګيږي . او د تُرکي حکومت د دغه ډول بريدونو زمه واره هم ياغي ډله ګرځوي .

د بريد نه پس په هوايي ډګر ټول پروازونه ځنډول شوي دي او وروستو د بهر نه راتلونکو الوتکو ته د ښار په نورو هوايي اډو د کوزېدو اجازت ورکړی شوی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG