لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه: دوسله والو بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي


 دپوليسو ترمخه لمړى بريد دکويټې شالکوټ سيمه کې دپوليسو په ګاډي شوى چې پکې دوه پوليس وژل شوي دي.
دپوليسو ترمخه لمړى بريد دکويټې شالکوټ سيمه کې دپوليسو په ګاډي شوى چې پکې دوه پوليس وژل شوي دي.

دپاکستان دناقراره بلوچستان ايالت سرښار کويټه کې وسله والو په پوليسو بريدونه کړي چې پکې لږ ترلږه څلور پوليس وژل شوي دي.

دپوليسو ترمخه لمړى بريد دکويټې شالکوټ سيمه کې دپوليسو په ګاډي شوى چې پکې دوه پوليس وژل شوي دي.

وسله والو په پوليسو بل بريد دکويټې په سرياب روډ سيمه کې کړى.

دپوليسو وينا ده کله چې يې ګاډى سرياب سيمې ته ورسيدو نو په موټر سايکل سورو وسله والو دپوليسو په ګاډي بريد وکړو چې پکې دوه عسکر ووژل شول.

دتيرې څه مودې راهسې کويټه کې په پوليسو بريدونو کې اضافه راغلې ده چې پکې په ګڼ شمير کې پوليس وژل شوي دي.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه اړي ګړي اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويې ايالت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG