لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي چارواکو ويلي، کندز کې د تښتول شوؤ د وژنې پلټنې کوؤ


نزدې درې اونۍ وړاندې د کابل او کندهار په لويه لار طالبانو د موټرو نه کسان کوز کړي او تښتولي يي وو .
نزدې درې اونۍ وړاندې د کابل او کندهار په لويه لار طالبانو د موټرو نه کسان کوز کړي او تښتولي يي وو .

د امريکې د دفاع محکمې ويلي چې د تېرۍ اونۍ په اخره کې افغانستان کې ترسره شوؤ فضايي عملياتو کې د عامو خلکو د وژنې د راپورونو مخې ته راتلو پلټنې کوي .

کندز سره نزدې ترسره شوي هوايي بريد کې د طالبانو د يو مشر نه علاوه د هغوې په بند کې د شږو ملکي وګړو د وژنې خبر مخې ته راغلی ولې په دغې اړه کوم ډېر معلومات نشته .

د محکمه دفاع چارواکو د دې بريد پخلی کړی او ويلي يي دي طالبان پکې په هدف کړی شوي دي او د ملکي وګړو د وژنې د خبرونو پلټنې روانې دي .

د صدر اوباما لخوا افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د واک پراخه کولو نه وروستو دا وړومبي عمليات وو .

روئټرز خبري ادارې ويلي شمال ختيځ افغانستان کې د پوليس يو لوړ پوړي چارواکي شيرعزيز کمالوال ويلي په دې بريد کې د طالبانو کمانډر جنت ګل عثماني د څلورو ملګرو سره وژل شوی دی .

د هغه په وينا طالب کمانډر په سيمه کې په مبينه توګه د خلکو په تښتوؤنو کې ککړ ؤ او د هغه ګاډی د کندز د چهاردرې په علاقه کې په هدف کړی شوی دی .

هغه ويلي د دغه پېښې په غبرګون کې طالبانو په خپل بند کې موجود شپږ ملکي وګړي په چاؤدنو کې وژلي دي .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ملاجنت او څلورو نورو جنګيالو د وژنې پخلی کړی او ويلي يي دي شپږ افغان پوځي عسکر هم په فضايي بريد کې وژل شوي دي . هغه ويلي دا خبرونه رښتيا نه دي چې بنديان طالبانو وژلي دي .

بل لور ته راپورونه وايي په چهاردره ولسوالۍ کې د طالبانو په يو مرکز تير ماښام د نړيوالو ځواکونو د الوتکو لخوا بريد شوی او د يو شمېر وسله والو په ګډون پکې تښتول شوي اووه تنه مسافر هم وژل شوي دي .

دغه کسان نزدې درې اونۍ وړاندې د کابل او کندهار په لويه لار طالبانو د موټرو نه کوز کړي او تښتولي يي وو .

تیره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ د کوز سړک په سیمه کې د بې پیلوټه طیارې په یو برید کې د قوماندان جنت د طالبانو د زندان مسول وژل شوی دی .

په وروستيو کې د کندوز نه چاپېره علاقو کې د خلکو د تښتونو پېښې سېوا شوي او په لويو لارو د ګاډو نه مسافر کوز کړی شوي تښتوؤل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG