لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې محکمې دريوو کسانو ته دمرګ سزا اورولې


دريواړو کسانو ته دمذهب دسپکاوي په ضد دغه سزاګانې دګجرانوالې دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت قاضي بشري زمان اورولې ده.
دريواړو کسانو ته دمذهب دسپکاوي په ضد دغه سزاګانې دګجرانوالې دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت قاضي بشري زمان اورولې ده.

دپاکستان دپنجاب صوبې په ګجرانواله سيمه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي يوې محکمې دمذهب دسپکاوي په تور ثابتيدو دريوو کسانو ته دمرګ سزا اورولې ده.

دريواړو کسانو ته دمذهب دسپکاوي په ضد دغه سزاګانې دګجرانوالې دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت قاضي بشري زمان اورولې ده.

کومو دريوو کسانو انجم ناز، جاويد ناز او جعفر علي ته چې دمرګ سزاګانې اورول شوي په هغوي کې دوه عيسويان او يو مسلمان دى.

داستغاثې ترمخه دانجم ناز په نوم تن په يو سکول کې دوينا په مهال دمذهب سپکاوى کړى وى کوم چې دهغه ملګرو جاويد ناز او جعلي علي ريکارډ کړى و.

وروستو جعفر دانجام ناز څخه دپيسو غوښتنه پيل کړه او ورته يې ګواښ وکړو که چرې پيسې ورته ورنکړي نو دهغه ويډيو به داولس مخې ته راوړي.

دغه لړۍ تر څه وخته روانه وه خو کله چې دجعفر لخوا دپيسو غوښتنه کې وشوه نو انجم ناز دغه معامله دسيټيلا يټ ټاون پوليسو ته رپورټ کړه او دتاڼې ايس ايچ او دکال ٢٠١٥م په ١٥مه مئ دديواړو کسانو په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې وه.

عدالت داوريدنې په مهال دوړاندې کړل شوو ١١و ګواهانو دبيانونو او دوړاندې کړل شوو ثبوتونو په رڼا کې انجم ناز، جاويد ناز او جعفر علي ته دمذهب دسپکاوي سزا اورولې ده، عدالت جاويد ناز اړ جعفر علي ته دمرګ دسزا ترڅنګ د٣٥،٣٥ کلونو دبند سزا هم اورولې ده.

مجرمانو ته دخپلې سزا په ضداعلي عدالتونو ته دمراجعې کولو حق ترلاسه دى.

په پاکستان کې دمذهب سپکاوى يوه حساسه معامله ده، په دغه هيواد کې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس په زرګونو خلک راپاريږي اؤ دمذهب دسپکاوي شکمن تن ته دعدالتي پريکړو دانتظار کولو څخه پرته پخپله سزا ورکوي.

په دغه شان پيښو کې دپنجاب صوبې پخوانى ګورنر سلمان تاثير، پخوانى مرکزي وزير شهباز بهټي وژل شوي اؤ دلاهور په رادها کشن سيمه کې خواري کښ عيسائي ښځه اؤ خاوند دمذهب دسپکاوي ددروغو دتورونو په اساس دښختو په هاغه بهټۍ کې سوځول شوي وؤ چې هغوي به پکې په مزدورۍ کار کولو.

پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون دخپل اصل مقصد پځايې په غلطه توګه استعماليږي اؤ اکثره طاقتور اؤ بااثره خلک دغه قانون دکمزورو خلکو په ضد کاروي اؤ هغوي دمرګ خُلې ته ليږي.

پاکستان کې که هر څو دمذهب دسپکاوي قانون په غلطه توګه کارول کيږي خو دټولنيز فشار اؤ تندروه ډلو دګواښ له امله سياست دانان دمذهب دسپکاوي قانون کې دڅه قسمه بدلونونو کولو څخه ډډه کوي. خو دپاکستان سترې محکمې په ډاګه کړې ده چې دمذهب دسپکاوي قانون دانسانانو لخوا جوړ شوى اؤ دانسانانو لخوا جوړ شوي قانون کې داصلاح ګنجائش موجود وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG