لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام حزب اختلاف ډلو افغانستان ته د اندېښنې خط لېږلی


هيومن رائټس واچ د روان کال په سر کې خپل راپور کې ويلي چې نزدې لس زره افغانان د شام د جګړې دپاره روزل شوي دي .
هيومن رائټس واچ د روان کال په سر کې خپل راپور کې ويلي چې نزدې لس زره افغانان د شام د جګړې دپاره روزل شوي دي .

د شام د مخالفينو اتحاد د ايران په دغه کمپاين سختې اندېښنې څرګندې کړي چې په زرګونو افغانان ګماري او د شام د جګړې دپاره يې روزنه کوي .

افغان چارواکو پخلی کړی چې د شام لخوا ورته د اتوار په ورځ خط مېلاؤ شوی او اندېښنه پکې څرګند کړی شوې ده .

يو افغان چارواکي چې نه يې غوښتل نوم څرګند کړې وايس اف امريکا ته يې ويلي په دغه خط کې افغان صدر اشرف غني ته وئيل شوي چې په سمدستي ډول د هغو افغان جنګيالو مخه ونيسي کوم چې د شام د شخړې برخه جوړيږي او د بشارالاسد د پاره جنګيږي .

د افغانستان د خارجه وزارت وياند احمدشکېب مستغني وي او ای ته ويلي نه يواځې په دغه خط نا بلکې له دې وړاندې هم په خپرو شوؤ خبرونو افغان حکومت په شام کې د افغانانو په فعاليتونو خبر دی .

" د بدقسمتۍ نه افغان مهاجرین په کوربانو هیوادونو کې د غېر دولتي سازمانونو او د سرکاري چېنلو د لارې داسې فعاليتونو ته راوستل کيږي چې هغه د نړيوالو اصولو په ضد وي او دوې د افغان حکومت د لاسه بهر دي " .

هغه ويلي کابل په دغه مسله د ملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې او نورو سفارتي لارو غور کوي .

راپورونه وايي د تهران په اړه داسې ثبوتونه سېوا کيږي چې په ايران کې کډوال افغانان ګمارلی شي . ايران کې خواؤشاه دېرش لاکه افغان کډوال دي او په دوې کې يو ملين رجسټرډ دي .

د ايران د پاسداران انقلاب په اړه خيال کيږي چې د بشارالاسد د ملاتړ دپاره د بېلابيلوقومونو د ملېشې جوړولو په شا لاس لري .

راپورونه وايي په ګمارل کېدونکو کسانو کې د زياترو تعلق د شيعه هزاره ټولنې سره وي او دوې له د تنخوا سره د پاتې کېدو ځاې هم ورکول کيږي .

د بشري حقونو سازمانونه وايي هغه کسان چې د دغه وړانديز څخه انکار کوي په زوره د ملک نه ويستل کيږي او په دوې کې ډېر ګمارل شوي کسان بيا په کډوالو کې يورپ ته تښتېدلي دي .

هيومن رائټس واچ د روان کال په سر کې خپل راپور کې ويلي چې نزدې لس زره افغانان د شام د جګړې دپاره روزل شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG