لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميسي د نړيوال فټ بال څخه د ريټائرمنټ اعلان وکړو


ليونل ميسي پينځه ځله په نړۍ کې د فټ بال د کال غوره لوبغاړی ( ورلډپليئر اف دې ايئر) پاتې شوی دی .
ليونل ميسي پينځه ځله په نړۍ کې د فټ بال د کال غوره لوبغاړی ( ورلډپليئر اف دې ايئر) پاتې شوی دی .

د ارجنټائن د فټ بال ياد ملي لوبغاړي ليونل ميسي د فټ بال د نړيوالو لوبو نه د ريټائرمنټ اعلان وکړو .

ميسي دغه پرېکړه هغه وخت وکړه چې ټيم يې د کوپا امريکا کپ په فائنل مېچ کې د چلي د ټيم نه ماتې وخوړه .

د چلي او ارجنټائن ترمنځ د دغه مېچ فېصله په پنالټي وشوه . وړومبۍ پنالټي ميسي په خپله ووهله او ګول يې پرې ونه کړی شو د هغې وروستو د ارجنټائن ټيم فائنل وبائيلو .

ليونل ميسي پينځه ځله په نړۍ کې د فټ بال د کال غوره لوبغاړی ( ورلډپليئر اف دې ايئر) پاتې شوی دی .

د لوبې په اخره کې ميسي وويل و د ارجنټائن په اتل (چېمپيئين) جوړولو کې چې ما څومره کولی شو هغه مې وکړل خو " داسې ونه شوه او ما داسې ونه کړی شو" .

ميسي درې ځله د کوپا امريکا په فائنل کې د ارجنټائن استازيتوب کړی ولې ټيم يې بريا نه ده ترلاسه کړې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG