لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کال ۲۰۵۰م پورې به اسلام د امريکا دوېم غټ مذهب جوړ شي، راپور


په امريکا کې په مجموعي ډول د بالغ مسلمانانو شمېره د يو فيصد نه کمه ده .
په امريکا کې په مجموعي ډول د بالغ مسلمانانو شمېره د يو فيصد نه کمه ده .

امريکا کې د بېلابيلو ورورولو سره تعلق لرونکي مسلمانان مېشت دي ، د دوې عمرونه ، نسلو او ګټه وټه د يو بل نه بدله ده . د دې باوجود چې اسلام په نړۍ کې په تېزۍ سره خورېدونکی مذهب دی په امريکا کې په مجموعي ډول د بالغ مسلمانانو شمېره د يو فيصد نه کمه ده .

د پيو ريسرچ په يوه سروی کې معلومه شوې ده چې په راتلونکو درېو لسيزو کې د کال ۲۰۵۰ م پورې به دا شمېره غبرګه (يو په دوه) شي او اسلام به د امريکې دوېم غټ مذهب جوړ شي .

امريکا کې د جغرافيې په حساب هر ځاې کې د مسلمانانو شمېره يو هومره ده خو په نيوجرسي کې دا شمېره زياته ده او درې فيصده ده او په واشنګټن کې يې شمېره دوه فيصده ده .

د اسلامک سوسائټي اف نارت امريکا د شمېرې ترمخه د دې ابادۍ د درېمې برخې تعلق د سويلي اسيايي نژادو سره دی ، دغه رنګ درېمه برخه پکې د عربو او دومره شمېره د افريقايي ملکونو د مسلمانانو ده .

وئيل کيږي په ۱۶۰۰م صدۍ کې افريقه کې مسلمانان غلامان جوړ کړی شوي او امريکې ته راوستل شوي وو .

د يو څيړنکي په وينا د دې شمېرې معاشي اړخ ډېر دلچسپ دی معلومه شوې ده چې په دوې کې د ۳۴ فيصدو د کال ګټه د ۳۰ زره ډالرو نه کمه او ۲۰ فيصده يو لاک ډالر د کال ګټه کوي .

د پيو ريسرچ سره تعلق لرونکي څيړونکي بشير محمد ويلي " ډېر خلک چې په خصوصي ويزو امريکې ته راځي د دوې تعلق د شتمنو کورنو سره نه وي او د دې ترڅنګ يوه لويه شمېره د داسې خلکو هم وي چې کډوال شوي يا يې مذهب بدل کړی وي راغلي وي او د ګټې وټې دپاره سخت محنت کوي " .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG