لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان :نښتو کې دداعش ٣٠ جنګيالي وژل شوي

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي نښتې دننګرهار ولايت په کوټ اولسوالۍ کې تر سحره دوامداره وې چې له امله يې دداعش ٣٠ جنګيالي وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي تيره شپه ننګرهار ولايت کې دتندروه ډلې داعش جنګيالو دافغان ځواکونو په لرې پرتو پوستو او اولسي سيمو مربوط بريدونه ترسره کړي دي چې پکې دداعش خواوشا ٣٠ جنګيالي او درې اولسي وګړي وژل شوي دي.

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي نښتې دننګرهار ولايت په کوټ اولسوالۍ کې تر سحره دوامداره وې چې له امله يې دداعش ٣٠ جنګيالي وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

هغه دا پخلى هم کړى چې دغو نښتو کې ددوؤ ښځو په ګډون درې اولسي وګړي وژل شوي او ١٢ کسان ژوبل شوي دي.

دسيمه ييزو خلکو وينا ده نښتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو چارواکو په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

له دې وړاندې افغان ځواکونو ننګرهار کې دداعش دځالو په ضد فضايي بريدونه ترسره کړي او چارواکي دعوه کوي چې دافغانستان نورو برخو پورې دغزيدو په اړه يې دددغه ډلې توان ته زيان رسولى.

تيرو وختونو کې دافغان طالبانو او داعش دجنګيالو ترمينځ هم دنښتو راپورونه ترلاسه شوي دي چې پکې ددواړو خواوو په لسګونو جنګيالي وژل شوي دي، خو طالبان ځان ته اوښتې مرګ ژوبله او افغانستان کې دداعش پياوړتيا ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG