لاس رسیدونکی لینک

کويټه : چاودنه کې درې کسان وژل شوي،٢٠ ژوبل


 دامنيتي چارواکو وينا ده چاوديدونکي مواد ديو دوکان څخه بهر په ولاړ يو موټر سايکل پسي تړل شوي وو او چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دروژه ماتي او اختر لپاره په سودسودا اخستو کښې مصروف وؤ.

دامنيتي چارواکو وينا ده چاوديدونکي مواد ديو دوکان څخه بهر په ولاړ يو موټر سايکل پسي تړل شوي وو او چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دروژه ماتي او اختر لپاره په سودسودا اخستو کښې مصروف وؤ.

دبلوچستان ايالت دسرښار کويټې دعالمو چوک سره نزدې ترسره شوې يوه چاودنه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي او خواوشا دښځو او ماشومانو په ګډون٢٠ نور ژوبل شوي دي.

دامنيتي چارواکو وينا ده چاوديدونکي مواد ديو دوکان څخه بهر په ولاړ يو موټر سايکل پسي تړل شوي وو او چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دروژه ماتي او اختر لپاره په سودسودا اخستو کښې مصروف وؤ.

له دې وړاندې په ١٩مه مئ دکوئټې مشرقي باي پاس سره نزدې يوه بمي چاودنه کې يو پوليس عسکر وژل شوى او اووه نور ژوبل شوي وؤ.

دچاودنې له امله نزدې ودانو او ګاډو ته هم زيان رسيدلى، ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون رسول شوي چې پکې ددريوو حالت مرګونى ښودل کيږي.

دپيښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې عسکر رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې.

دپاکستان بلوچستان ايالت دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه اړي ګړي اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويې ايالت دى.

XS
SM
MD
LG