لاس رسیدونکی لینک

دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون دمستعفي کيدو اعلان


 اروپايي اتحاديه کې دبرطانيې دپاتې کيدو يا وتلو لپاره دترسره شوي ريفرنډم پايلې ښايي ٥٢ سلنې رايې اچونکو اروپايي اتحاديې څخه دوتلو او ٤٨ سلنې رايې اچونکو دپاتې کيدو په پلوۍ رايې ورکړي دي.

اروپايي اتحاديه کې دبرطانيې دپاتې کيدو يا وتلو لپاره دترسره شوي ريفرنډم پايلې ښايي ٥٢ سلنې رايې اچونکو اروپايي اتحاديې څخه دوتلو او ٤٨ سلنې رايې اچونکو دپاتې کيدو په پلوۍ رايې ورکړي دي.

دبرطانوي اولس لخوا اروپايي اتحاديې څخه دبيليدو په حق کې دپريکړې څخه وروستو دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون دمستعفي کيدو اعلان کړى دى.

اروپايي اتحاديه کې دبرطانيې دپاتې کيدو يا وتلو لپاره دترسره شوي ريفرنډم پايلې ښايي ٥٢ سلنې رايې اچونکو اروپايي اتحاديې څخه دوتلو او ٤٨ سلنې رايې اچونکو دپاتې کيدو په پلوۍ رايې ورکړي دي.

دبرطانوي وګړو ددغه پريکړې څخه وروستو ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون سږکال داکتوبر په مياشت کې دخپلې چوکۍ دپريښودو اعلان کړى.

ډيوډ کيمرون وويل هغه داولس درايې ته درناوى لري او هغه دسياسي بې ثباتۍ څخه دبچ کيدو لپاره دغه پريکړه کړې ده.

دهغه وينا وه نوې برطانيه کې نوې وزيراعظم راتلل پکار دي.

کيمرون وويل هغه لپاره دا مناسبه نه ده چې په داسې حالاتو کې دهيواد مشري وکړي چې اولس دهاغه دريځ ملاتړ کړى دکوم چې هغه مخالف و.

دبيلتون دپلوي مهم مشر نايجل فراج دوړاندې څخه په دې ويلو دګټې اعلان کړى چې ٢٣م جون به برطانوي تايخ کې دازادۍ ورځ وي، هغه برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون څخه دمستتعفي کيدو غوښتنه کړې وه.

په ياده دې وي چې برطانيې په کال ١٩٧٣ء کې اروپايي اقتصادي ټولنه کې ګډون خپل کړى و خو برطانيه کې ځينو خلکو پرله پسې په دې خبره شکايت کولو چې دازادانه تجارت لپاره جوړه شوې ټولنه دسياسي مقصدونو لپاره کارول کيږي چې له امله يې دغړو هيوادونو ملکي خپلواکۍ ته زيان رسيږي.

خو ځينې خلک بيا وايي داروپايي اتحاديې دجوړيدو څخه وروستو دنړۍ هاغو برخو کې امن پځايې شوى چرته چې به اکثره شخړې وې.

XS
SM
MD
LG