لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جهادي مدرسې ته دپښتونخوا حکومت په ملينونو ډالرې ورکوي


امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ترمخه ددې باوجود هم دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت دارالعلوم حقانيه مدرسې ته درې ملينه ډالر ورکوي، دغه مدرسه” دجهاد دپوهنتون“ په نوم هم شهرت لري.
امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ترمخه ددې باوجود هم دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت دارالعلوم حقانيه مدرسې ته درې ملينه ډالر ورکوي، دغه مدرسه” دجهاد دپوهنتون“ په نوم هم شهرت لري.

١٨ مياشتې وړاندې چې کله پيښور کې ترهه ګرو د١٣٠ؤ څخه زيات دسکول ماشومان ووژل نو دپاکستان سياسي او عسکري مشرانو دهاغو مدرسو په ضد هم دګامونو اخستو ژمنه وکړه کومې چې دکورنو او نړيوالو تندروه ډلو ملاتړ کوي.

امريکايي چارواکي هم دډيرې مودې راهسې دحقاني نيټ ورک په ګډون دهاغو تندروه ډلو دخوندي دختمولو لپاره په پاکستان ټينګار کوي کومې چې افغانستتان بې ثباته کوي.

خو دوتلې امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ترمخه ددې باوجود هم دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت دارالعلوم حقانيه مدرسې ته درې ملينه ډالر ورکوي، دغه مدرسه دجهاد دپوهنتون په نوم هم شهرت لري.

تيره اوونۍ دصوبايي اسمبلۍ غونډه کې دخيبرپښتونخوا مشرانو مدرسې لپاره ددغه امداد اعلان کړى او ويلي يې دي دلانجمنې مدرسې دارالعلوم حقانيه دفعاله ساتلو لپاره دې ته اړتيا وه، حکومتي مشرانو په ډاګه کړې چې دغه مدرسه کې خواوشا څلور زره طالب علمان موجو دي او موروپلار يې هيله کوي چې ددغو طالب علمانو خيال به ساتل کيږي.

واشنګټن پوسټ سره يوه مرکه کې دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير مشتتاق احمدغني ويلي دې مدرسه کې په لويې شمير کې طالب علمان سبق وايي، اوسيږي او خوراک کوي او دغه مدرسه دخلکو لويې خدمت کوي.

مشتتاق غني وويل دنړۍ په زياتو لانجمنو مدرسو کې دشاملې دغه مدرسې په امداد کولو سره به حکومت دا په قومي چوکاټ کې شاملوي او اصلاح به يې کوي، ديو لکو څخه زياتو مدرسو کې دپاکستان دديرشو لکو څخه زيات طالب علمان زده کړې کوي.

خو ناقدين په دغه ګام سختې نيوکې کوي او وايي دې سره دې پوښتنو سر راپورته کړى چې ايا دترهه ګرۍ په ضد نړيواله جګړه کې په پاکستان ديو باوري شراکت دار په توګه باور کيدى شي؟

دخيبرپښتونخوا دصوبايي حکومت لخوا دارالعلوم حقانيه ته دملينونو ډالرو دورکړې په دغه ګام دقوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ سينيټر شاهي سيد خپل غبرګون کې ويلي طالبان زمونږ بچي وژني او زمونږ حکومت دهغوي خواخوږو ته پيسې ورکوي

که هر څو دارالعلوم حقانيه مدرسه په کال ١٩٤٧ کې جوړه شوې وه خو دغه مدرسې د١٩٨٠ء په لسيزه کې هاغه مهال شهرت موندلى و چې دپاکستان او امريکا استخباراتي چارواکو دهاغو جنګيالو دبهرتي کولو لپاره وکاروله کوم کومو چې افغانستان کې دروسيې دبريد په ضد مزاحمت کړى و.

دحقانيه مدرسې دچارواکو لخوا په تيرو وختونو کې دورکړل شوو بيانونو ترمخه باور کيږي چې په هاغه وخت کې دافغان طالبانو مشر محمد عمر او جلال الدين حقاني دواړو هم په دغه مدرسه کې زده کړې کړې وې،همدغه شان باور کيږي چې دالقاعده دجنوبي ايشياء دڅانګې مشر عاصم عمر هم ددغه مدرسې يو طالب پاتې شوى دى.

په کال ١٩٨٠ کې چې کله روسيه له افغانستان څخه وته نو دغه مدرسې دهاغو طالب مشرانو سره اړيکې وساتلې کومو چې د١٩٩٠ء په لسيزه کې دکابل واک ترلاسه کړى و، وروستو چې کله په کال ٢٠٠١ کې دطالبانو حکومت ختم کړو دددې مدرسې څخه په لسګونو داسې جنګيالي راووتل چې اوس هم دامريکا دملاتړي کابل دحکومت په ضد جنګيږي.

پيښور سره تعلق لرونکى دعسکري چارو ماهر طارق افاق اندازه څرګندوي چې دحقانيه مدرسې ٨٠ فيصده طالب علمان يا خو دطالبانو ليکو کې شامليږي او يا ورسره خواخوږي لري، تيره مياشت پاکستان کې امريکايي ډرون بريد کې دوژل شوي افغان طالبانو دمشر ملا اختر محمد منصور په اړه هم اطلاعات دي چې هغه هم دحقانيه مدرسې طالب علم پاتې شوى.

دحقانيه مدرسې مشر سميع الحق لکه دنورو پاکستاني مذهبي مشرانو په څير زيات بنياد پرست نه دى، سميع الحق دوه ځله دپاکستان په سينيټ کې پاتې شوى او دپوليو دمعذوره کوونکې ناروغۍ په ضد ماشومانو ته دويکسينو اچولو په حق کې يې غږ پورته کړى.

خو دوه کاله وړاندې رويټرز سره يوه مرکه کې سميع الحق دطالبانو دپلار په نوم ياد شوى او هغه ويلي وو چې طالب علمانو ته يې افغانستان کې دامريکا په ضد جګړه کول پکار دي.

سميع الحق ويلي وو هغوي زما طالب علمان دي، زمونږ په روايت کې استاذ دپلار پشان وي، ديو روحاني پلار پشان او ويلي يې وو چې افغانانو ته دخپلې ازادۍ لپاره دجنګيدو اجازه ورکول پکار دي.

تير کال دپاکستان ډاڼ ورځپاڼې پخپل يو راپور کې ويلي وو په کال ٢٠٠٧م کې دپخوانۍ پاکستاني وزيراعظمې بې نظير بهټو وژنه کې ککړو دوو شکمنو کسانو هم دغه مدرسه کې ګډون کړى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG