لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په کراچۍ کې د قوال امجدصابري د قتل ذمه واري ومنله


د ۴۰ کلن امجد صابري تعلق د قوالۍ ويونکې کورنۍ سره وو او د هغه پلار غلام فريد صابري هم د خپل وخت مشهور قوالي ويونکی ؤ .
د ۴۰ کلن امجد صابري تعلق د قوالۍ ويونکې کورنۍ سره وو او د هغه پلار غلام فريد صابري هم د خپل وخت مشهور قوالي ويونکی ؤ .

د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې په کراچۍ کې د قوال امجدصابري د قتل ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

قاري سیف الله چې ځان د ډلې د ترجمان په حيث معرفي کوي، مطبوعاتو ته خپله دعوه کې په قوال د پیغمبر اسلام د توهین الزام ولگولو. هغه وویل وسله وال د ډیرې مودې راهسې د هغه په تعقصب کې وو.

د گراچۍ د پوليسو په وينا په قوال امجد صابري حمله د لياقت اباد په سيمه کې په داسې حال کې وشوه چې هغه په خپل موټر کې روان و.

د ښار د غربي سيمې د پوليس مشر (ډي اي جي) زوالفقار لړک د پېښې په ځاې مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ، امجد صابري د خپل ملګري سره په ګاډي کې روان ؤ او د لياقت اباد په سيمه کې پرې نامعلومو موټرسائيکل سورو وسله والو ډزې وکړې .

پوليس افسر وويل د امجد صابري په سر ګولۍ لګېدلې د هغې نه يې ژوند د لاسه ورکړی دی . نوموړي وويل هغه سره بل ژوبل ملګر ی يې روغتون ته وړل شوی او د روغتون د چارواکو په وينا د هغه روغتيايي حالت ډېر ښه نه دی .

د ډي ائي جي په وينا د صابري په ګاډي باندې په ۳۰بور تماچه ډزې شوي او صابري پينځه ډزه لګېدلی دی .

پوليس افسر وويل د پېښې علت لا نه دی معلوم او په اړه يې پلټنې پېل کړی شوي دي .

په کراچۍ کې له دې وړاندې په زياتره هدفي وژنو کې نائن اېم اېم تماچې کارول شوي دي .

امجد صابري ته په کال ۲۰۱۴م کې د دوه ځايي شخصي ټي وي چېنلو ترڅنګ د يوې قوالۍ ويلو په سر د اسلام اباد هائيکورټ لخوا د توهين رسالت نوټس ورکړی شوی ؤ .

صابري د دوه ټي چينلو په سهارنۍ خپرونو کې د ودونو په پروګرامونو کې يوه قوالي ويلې وه چې پکې د پېغمبر اسلام د کورنۍ د غړو نومونه اخستل شوي وو ، وروستو د دغو چېنلو لخوا د هغو خپرونو په کوربانو باندې بندېز لګول شوی ؤ .

د ۴۰ کلن امجد صابري تعلق د قوالۍ ويونکې کورنۍ سره وو او د هغه پلار غلام فريد صابري هم د خپل وخت مشهور قوالي ويونکی ؤ .

د ياد قوالي ويونکي امجدصابري په وژنه ګڼ شمېر هنرمندانو د سخت خفګان څرګندونه کړې ده ، او د هغه مرګ يې د قوالۍ دپاره لويې زيان ګرځولی دی .

د صوبې چارواکو د پېښې نوټس اخستی او پېښه کې د ککړو عناصرو د نيولو امر يې کړی دی .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې د وران کارو، هدفي وژونکو او نورو شرخوښو په ضد د رېنجرو په مشرۍ هدفي عمليات دوام لري ، چارواکي ادعا کوي چې په ښار کې د امنيت وضع ډېره ښه شوې ده ولې بيا هم وخت په وخت ښار کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG