لاس رسیدونکی لینک

افغانستان وایي پاکستان یې دخپلواکۍ څخه سرغړونه کوي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړى استازى محمود صيقل وايي چې په تورخم د پاکستان هلې ځلې نړيوال امنيت ته ګواښ رامنځته کوي.

صيقل دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تېره اونۍ پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ په کرښه تورخم دروازې او نورو تاسيساتو د جوړولو هڅه وکړه چې د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه .

د افغانستان خبري اژانس پژواک د شورو په ورځ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي له خولې خبر ورکړی چې په تورخم کې د پاکستان غير ضروري تحرکات نه يواځې د افغانستان، بلکې د نړۍ امنيت له ګواښ سره مخ کوي.

هغه وویل د پاکستان د دغو تحرکاتو له امله د ډيورنډ دکرښې په دواړو غاړو کې حالات کړکېچن شوي دي.

هغه زياته کړې چې د پاکستان له دغو حرکتونو سره په سيمه کې سوداګرۍ او د دواړو غاړو اوسېدونکو ته اقتصادي زيانونه اړولي دي.

صيقل ويلي چې له تېرو درېو مياشتو راهيسې د پاکستان له خوا په دوامداره توګه د افغانستان له ځمکني بشپړتيا او خپلواکۍ سرغړونې کېږي.

د نوموړي په وينا په دې موده کې د پاکستان له خوا پر ننګرهار، خوست، پکتيکا، کونړ او نورستان ولايتونو د سپکو او درنو وسلو ٨٢٠ ډزې شوي چې له امله يې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان ځانګړي استازي ويلي چې د پاکستان د دغو بېځايه حرکتونو وروستۍ پېښه په تورخم کې وه چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پژواک د خبر له مخې صيقل زياته کړې چې حالات اوس هم ښه نه دي، په دواړو غاړو کې خلک اندېښمن دي او دپاکستان دغه کړنې په سيمه کې ترانزيټ او نوره سوداګري هم زيانمنه کړې ده.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې مليحه لودهي د افغان استازي يادې څرګندونې رد کړې دي.

هغې زياته کړې چې د امريکا له خوا د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشر ملا منصور په وژل کېدو سره د افغان سولې پروسه زيانمنه شوه.

XS
SM
MD
LG