لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې احمدي ډاکټر په ډزو وژل شوی


د يوې مياشتې په موده کې دننه د کراچۍ په دغه يوه سيمه کې دوه احمديان ووژل شو .
د يوې مياشتې په موده کې دننه د کراچۍ په دغه يوه سيمه کې دوه احمديان ووژل شو .

د کراچۍ ښار په ګلشن اقبال سيمه کې د ګل په شپه د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکی ډاکټر په ډزو وژل شوی دی .

د کراچۍ د ګلشن اقبال پوليسو ويلي ډاکټر چوهدري عبدالخليق په ابوالحسن اصفهاني روډ باندې خپل کلېنک کې موجود وو ، په موټر سائيکل سواره نالومه وسله وال راغلي او هغه يې په هدف کړی دی .

د پوليسو په وينا احمدي ډاکټر باندې په داسې حال کې ډزې شوي چې په سيمه کې بجلي نه وه .

د احمدي ټولنې وياند سليم الدين پخلی کړی ۵۰ کلن چوهدري خليق د شپې په نهه نيمي بجې ګلزارهجري سيمه کې خپل کلېنک کې وژل شوی دی .

د سليم الدين په وينا د يوې مياشتې په موده کې دننه د کراچۍ په دغه يوه سيمه کې دوه احمديان ووژل شو .

د مۍ د مياشتې په ۲۵م نېټه ګلشن اقبال سيمه کې د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکی داؤداحمد د خپل کور مخې ته په ډزو وژل شوی ؤ .

د احمدي ټولنې وياند سليم الدين په دغه وژنه خپل غبرګون کې ويلي ؤ په ټول ملک کې د احمديانو په ضد د کرکې ډکه پروپېګنډه روانه ده کومه چې د دغه ډول پېښو سبب ګرځي .

هغه ويلي ؤ په ملک کې د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې (نيشنل اېکشن پلان) کې اعلان شوی چې د کرکې خورؤنکو په ضد به ګامونه پورته کولی شي خو نوموړي ويلي د احمديانو ضد پروپېګنډا په خلاص مټ روانه ده او هيڅ مخنيوې يې نه کيږي .

د سليم الدين په وينا کراچۍ کې تراوسه پورې ۳۰ احمديان ووژل شو .

د ګل په ورځ کراچۍ کې يوه بله پېښه رامنځته شوې او د سنده هائيکورټ د مشر قاضي سجاد علي شاه زوی بې درکه شوی دی .

د پوليسو وياند په يو بيان کې ويلي د سنده هائيکورټ د مشر قاضي د زوي اوېس شاه د بې درکه کېدو رپورټ د شپې په نهه بجې په داسې حال کی پوليس ته ورکړی شوی دی چې هغه کور ته نه دی تلی .

راپورونه وايي هغه د ګل په ورځ ماسپخين د کوره وتلی او بيرته نه دی راغلی .

د پوليس بيان ترمخه د هغه ګاډی په کلفټن سيمه کې د سوداګرۍ يو مارکيټ مخې ته ترلاسه شوی او ګاډی لاک (تالا) ؤ . پوليس ويلي دوې شک کوي چې هغه تښتول شوی دی .

د سنده صوبې ګورنر عشرت العباد خان او وزيراعلی قائم علي شاه د پېښې نوټس اخستی ، پوليس او رېنجر ته يې هدايات جاري کړي چې اوېس شاه زر تر زره معلوم کړی شي .

چارواکو ويلي پوليس په دغه لړ کې د ښار په بيلابيلو علاقو کې د لټون عمليات پېل کړي دي .

د کراچۍ پوليس د ترهګرۍ په ضد عمليات کوؤنکې ځانګړې څانګې (سي ټي ډي) چارواکو ويلي د ګل په شپه يې ګلشن معمار سيمه کې يوه مبينه مقابله شوې او دوه ترهګر پکې وژل شوي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG