لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل او بدخشان په بريدونو کې ۲۴ کسان وژل شوي


راپورونه وايي وژل شوي نيپاليان کابل کې د يوه بهرني شرکت ساتونکي وو .
راپورونه وايي وژل شوي نيپاليان کابل کې د يوه بهرني شرکت ساتونکي وو .

د افغانستان پلازمينه کابل او بدخشان صوبه کې نن د ګل په ورځ ترسره شوؤ دوه بريدونو کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ژوبل شوي دي .

د افغانستان د کورنو چارو وزارت ويلي نن سهار په کابل کې د يوه بهرني شرکت د کارکوؤنکو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی او ۱۴ کارکوؤنکي پکې وژل شوي دي .

د بيان ترمخه په بريد کې د بهرني شرکت ۱۴ نيپاليان وژل شوي دي . پېښه کې نهه کسان ژوبل شوي چې پينځه يې نيپاليان اوڅلور يې افغانان دي .

راپورونه وايي وژل شوي نيپاليان کابل کې د يوه بهرني شرکت ساتونکي وو .

افغانستان اجرايي رئيس عبدالله عبدالله په ټويټر باندې د دغه بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده .

وسله والو طالبانو د بريد زمه واري قبوله کړې ده .

نن بله چاؤدنه د بدخشان صوبې په کيشم ضلع کې شوې چې له امله يې۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي .

د کيشم ولسوال عبدالسلام پيمان ويلي چاؤدنه په بازار کې شوې او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده . د پيمان په وينا وژل شوؤ ملکي کسانو په بازار کې سبزي او نور د روژه ماتي څيزونه خرڅول .

نوموړي ويلي چاؤدنه کې ټول ملکي وګړي وژل شوي هيڅ حکومتي ځواکونو ته پکې زيان نه دی اوختی .

کيشم کې د شوې چاؤدنې زمه واري چا نه ده قبوله کړې او د طالبانو وياند په يو بيان کې ويلي د دغه بريد سره يې هيڅ تړاؤ نشته .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG