د خېبرپښتونخوا مردان سيمې سره تعلق لرونکی نوميالی صحافي، څيړونکی او لرغون پوهه فدالله صحرايي د زړه د ناروغۍ له امله د ۸۶ کالو په عمر کې ساه ورکړې او نن د مردان ضلعې په خپل پلارني کلي باغچه ډهېرۍ کې خاورو ته وسپارل شو .
فدايي صحرايي د پېښور پښتون د فائن ارټ او ارکيالوجي ډيپارټمنټ (لرغونو اثارو د څانګې) مشر پاتې شوی او ښاغلي په صوبه کې د لرغونو اثارو په اړه ډېره پوهه لرله او په دغه اړوند يې څوکتابونه هم ليکلي دي .
ارواښار صحرايي نوميالی صحافي او لکيوال ؤ . د لرغونو اثار په اړه د هغه ډېری څيړنې او ليکنې په ورځپاڼو او مجلو کې چاپ دي .
د فدالله صحرايي په اړه نور تفصيل د ډيوه خبريال رياض حېسن په راپور کې دلته اورېدی شئ .