لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر:مرسي ته دعمري بند او شپږو ملګرو ته يې دمرګ سزا اورول شوې


عدالت دخالي په ورځ دمرسي شپږو ملګرو ته دمرګ سزا اورولې ده چې پکې دالجزيره دوه ملازمان او يو خبريال شامل دى، دوو نورو هاغو ملازمانو چې دمرسي دفتر کې به يې کار کولو، دعمري بند سزا اورول شوې ده.
عدالت دخالي په ورځ دمرسي شپږو ملګرو ته دمرګ سزا اورولې ده چې پکې دالجزيره دوه ملازمان او يو خبريال شامل دى، دوو نورو هاغو ملازمانو چې دمرسي دفتر کې به يې کار کولو، دعمري بند سزا اورول شوې ده.

دسرکاري راز دښکاره کولو يوه مقدمه کې دمصر يو عدالت پخواني صدر محمد مرسي ته دعمري بند يوه بله سزا اورولې ده.

عدالت دخالي په ورځ دمرسي شپږو ملګرو ته دمرګ سزا اورولې ده چې پکې دالجزيره دوه ملازمان او يو خبريال شامل دى، دوو نورو هاغو ملازمانو چې دمرسي دفتر کې به يې کار کولو، دعمري بند سزا اورول شوې ده.

دعدالت لخوا د داورول شوو دغو سزاګانو په ضد اپيل کيدى شي،دمرسي په ګډون يوولسو کې اووه مجرمان نيول شوي.

دالجزيره دوه ملازمان چې جج يې پيژندګلو په ډاګه کړې خبري پروډيوسر اعلي عمر محمد ، خبري مدير ابراهيم محمد هلال او دريم خبريال دى چې پيژندګلو يې داسامه الخطيب په نوم سره شوې ده.

الجزيره داورول شوو پريکړو لړ کې په سمدستي توګه کومه بيان نه دى جاري کړى.

خو دبشري حقونو ډلې ايمنسټي انټرنيشنل غوښتنه کړې چې دمرګ سزا دې په سمدستي توګه بيرته واخستل شي او دخبريالانو په ضد دې خندني تورونه خارج کړل شي.

ازادانه ټولټاکنو کې مرسي دمصر صدر او داخوان المسلمين تنظيم صدر ټاکل شوى و، هغه په جولا يي کال ٢٠١٣م کې دپوځ لخوا لرې کړل شوى و، هغه ته دوړاندې څخه دنورو تورونو په اساس دمرګ، عمري بند او شلو کلونو دبند سزا اورول شوې ده.

دمرګ دلمړۍ سزا او نورو دوو سزاګانو په ضد دهغه داپيل اوريدنه روانه ده.

داقتدار څخه دمرسي دلرې کولو وروستو په اخوان المسلمين بنديز لګول شوى و او دغه ډله ترهه ګريزه ګرځول شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG