لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانان ځان دطالبانو د دور نه کم خوندي محسوسوي، د پېنټاګون راپور


افغانستان کې په تېر اووه کاله موده کې د عامو ملکي وګړو مرګ ژوبلې ډېرې سېوا شوي دي .
افغانستان کې په تېر اووه کاله موده کې د عامو ملکي وګړو مرګ ژوبلې ډېرې سېوا شوي دي .

د امريکې د دفاع محکمې پېنټاګون ترمخه افغان وګړي په دې وروستيو کې د تېر کوم بل وخت په پرتله ځان کم خوندي محسوسوي .

افغانستان کې په تېر اووه کاله موده کې د عامو ملکي وګړو مرګ ژوبلې ډېرې سېوا شوي دي .

د امريکې د دفاع محکمې د جمعې په ورځ د افغانستان د امنيت په اړه تفصيلي راپور خپور کړی دی .

راپور وايي په داسې حال کې د دغه هېواد مرکزي ابادۍ او د اړيکو مهمې کرښې (مواصلاتي نظام) د حکومت په لاس کې دي بيا هم وسله وال فعاليتونه د قام بې ثباتۍ ته دوام ورکوي .

د افغانستان د خلکو يوه سروی دا تاثر په ګوته کوي چې په ټولو وختونو کې دا وخت د امنيت وضع ډېره ټيټه ده . ۴۲ فيصده کسان وايي چې د طالبانو د کال ۱۹۹۶م نه تر کال د ۲۰۰۱م د دور نه داوخت امنيتي وضع ډېره خرابه ده .

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي د کال ۲۰۰۹م نه په دغه هېواد کې د عامو ملکي وګړو وژنې ريکارډ کړي او وايي چې د کال ۲۰۱۵م د نيمايۍ پورې دغه شمېره په تاريخ کې تر ټولو لوړه وه ځکه چې په دغه موده کې وسله والو په هېواد کې جګړې او ځانمرګي بريدونه ابادو والا سيمو ته منتقل کړي وو .

د امريکايي کمانډرانو په خواست د روانې مياشتې په سر کې سپينې ماڼۍ په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د طالبانو په ضد عملياتو پراخولو واک ورکړی دی .

د امريکې صدر باراک اوباما وړاندې ويلي ؤ چې د جنورۍ په مياشت کې د خپل دفتر پرېښودو وړاندې به په افغانستان کې د موجودو ۹۸۰۰ عسکرو شمېره ۵۵۰۰ ته راکمه کړي .

ولې دا وخت چې په افغانستان کې کوم حالات دي بيا دا نه ده معلومه چې راتلونکې کې به څه پلان ترسره شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG