لاس رسیدونکی لینک

افغان هئیت په تورخم خبرو اترو دپاره اسلام اباد ته ځي


Torkham-Pak Afghan Border

Torkham-Pak Afghan Border

وروستو له هغې چې د تورخم په پوله دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ تاؤ تریخوالی اؤ کړکیچونه سیوا شوي ټاکل شوې ده ددغه تاو تریخوالي راکمولو دپاره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اسلام اباد ته سفر کوي.

د افغانستان خبري اژانس پژواک د جمعې په ورځ د ملي امنیت شورا دویاند تواب غورځنګ په حواله خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت صلاح کار سرتاج عزیز پرون ناوخته دافغانستان د ملي امنیت شورا صلاکار حنیف اتمر سره ټېلیفوني خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د دې خبرو پر مهال دواړو لوریو د تورخم د شخړې د هواري پر لارو چارو خبرې وکړې.

غورځنګ وایي، سرتاج عزیز وړاندیز وکړو چې د ملي امنیت شورا صلاح کار حنیف اتمر یا د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني باید د تورخم د شخړې د هواري په غرض د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان حکومت پرېکړه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په کچه یو پلاوی اسلام اباد ته ولېږي.

خو د ملي امنیت شورا په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې دغه ډله به کله پاکستان ته لاړه شي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزیز هم پرون په اسلام اباد کې د پارلیمان غونډې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي وؤ چې د افغانستان د ملي صلاح کار حنیف اتمر سره یې خبرې کړې او له هغه یې غوښتي، چې د خبرو اترو لپاره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني راولیږي.

د پاکستان اؤ افغانستان تر مینځ وروستو له هغې تاؤ تریخوالی سیوا شوی چې روانه اوونې کې پاکستاني سرحدي ځواکونو وغوښتل په تورخم پوله دروازه ولګوي خو افغان ځواکونو ددغې دروازې د لګولو اجازه ورنکړه اؤ د دواړو خواو د پوځونو تر منیځ‌ دوه ورځې جګړې هم وشوې چې پکې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله رسیدلې وه .

خو وروستو په پاکستان کې د افغانستان د سفیر عمر زاخیلوال لخوا پاکستاني مقاماتو سره د مذاکراتو په ترڅ کې دغه جګړه ودریدله

XS
SM
MD
LG