لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين د خبرداري باوجود اوباما دالای لاما سره ليدلي دي


دالای لاما د شورو په ورځ سپينه ماڼۍ کې د صدر اوباما سره په بنده کمره  کې ليدلي دي .
دالای لاما د شورو په ورځ سپينه ماڼۍ کې د صدر اوباما سره په بنده کمره  کې ليدلي دي .

دالای لاما د امريکې صدر باراک اوباما سره يو په يو ليدنه کړې او د اورلېنډو په پېښه غمرازي کړې ده . چين له دې وړاندې د دغو مشرانو د ليدنې نه کولو خبرداری ورکړی ؤ .

دالای لاما د شورو په ورځ سپينه ماڼۍ کې د صدر اوباما سره په بنده کمره کې ليدلي دي . دالای لاما مذهبي مشر دی او د تبت خلک ورته ډېر درناوی لري .

د اوباما انتظاميې ويلي صدر د اورلېنډو په پېښه د دالای لاما غمرازي قبوله کړې ده او د نورو دپاره د خواخوږۍ، احساس او درناوي ته د ودې ورکولو په لړ کې د هغه د هڅو ستاينه يې کړې ده .

له دې وړاندې چين ويلي ؤ اوباما دې د دالای لاما سره نه ويني ځکه چې د چين په وينا په داسې کېدو به د دواړو ملکونو اعتماد زيانمن شي .

چين دالای لاما خطرناک بېلتونپال او جدايې غوښتونکی ګڼي .

اوباما له دې وړاندې هم دالای لاما سره ليدلي دي او هغه يو ښه دوست ګڼي . ولې د چين خيال دی چې د دغو ليدنو د تبت خلکو ته غلط پېغام رسي .

د چين د بهرنو چارو د وزارت وياند لُوکانګ د شورو په ورځ بيجينګ کې خبريالانو ته ويلي ؤ "که دا ليدنه کيږي نو د دې نه به بېلتون خوښو ته غلط پېغام لاړ شي څوک چې د تبت ازادي غواړي او د دې نه دوه اړخيزه اعتماد او مرستې زيانمن کېدی شي " .

د دالای لاما او چين د حکومت ترمنځ په کال ۲۰۱۰م کې خبرې ودرېدلې وې .

تبت د مئ په مياشت کې خپل وزيراعظم بيا ټاکلی اودوې دا هيله لري چې د چين سره په خبرو کې د منځ لار راووځي او د تبت د خپلواکۍ لار به پرانيزي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG