لاس رسیدونکی لینک

عمر زاخيلوال وايي دتورخم په پوله په اوربنداتفاق شوى


دپاکستان دبهرنو چارو سکتر اعزازاحمدچوهدري اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخيوال دبهرنو چارو وزارت ته غوښتى او دتورخم په پوله شوو ډزو کې يې ورته دپاکستاني پوځ ديو افسر په وژنه سخت احتجاج کړى دى.

دپاکستان دبهرنو چارو سکتر اعزازاحمدچوهدري اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخيوال دبهرنو چارو وزارت ته غوښتى او دتورخم په پوله شوو ډزو کې يې ورته دپاکستاني پوځ ديو افسر په وژنه سخت احتجاج کړى دى.

پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال ويلي پاکستاني چارواکو سره شوو ليدنو کې دتورخم په پوله په اوربند اتفاق شوى دى.

په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي په دواړو خواوو دتاوتريخوالي دختمولو غږ کړى و.

دپاکستان دبهرنو چارو سکتر اعزازاحمدچوهدري اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخيوال دبهرنو چارو وزارت ته غوښتى او دتورخم په پوله شوو ډزو کې يې ورته دپاکستاني پوځ ديو افسر په وژنه سخت احتجاج کړى دى.

دپاکستاني چارواکو ترمخه په ١٣م جون دتورخم په مقام دافغان ځواکونو ډزو کې ژوبل شوي ميجر علي جواد خان دنه ېپه ورځ دپيښور په يو روغتون کې ساه ورکړې وه.

په عين حال کې يو بيان کې افغان سفير حضرت عمرزاخيوال ويلي دشورو په ورځ يې دپاکستان اړونده چارواکو سره شوو ليدنو کې تورخم کې په اوربند، دتاوتريخوالي په کمولو او دپولې دواړو خواوو ته دپوځيانو شمير کې په کمي کولو اتفاق شوى دى.

افغان سفير ويلي دتورخم دپولې په اړه پاکستاني مشرانو سره شوې ليدنه ګټوره وه.

له دې وړاندې عمر زاخيلوال دشورو په سحر خپل يو بل بيان کې ويلي وو په ١٣مه مئ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل سره شوې ليدنه کې دتورخم په مقام دګيټ جوړولو په اړه اتفاق نه و شوى او دهغه په قول دغه رقم خبرونه بې اساسه دي.

په عين حال کې دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري دشورو په ورځ افغان سفير سره دليدنې څخه وروستو يو بيان کې دافغانستان له لوري مخې ته راغلي هاغه بيانونه رد کړي چې پکې ويل شوي دګيټ جوړول ددواړو هيوادونو ترمينځ دشوو لوظنامو څخه سرغړونه ده.

دخارجه وزارت بيان کې دعوه شوې چې دپولې دڅارنې دموثره کولو لپاره دجوړونې کار دپاکستان په حدودو کې کولى شي او ددې کار پيل تيره مياشت ددواړو هيوادونو دچارواکو ترمينځ شوو غونډو کې په دغه اړه درايې داتفاق څخهوروستو شوى.

دبيان ترمخه په فغان حکومت ټينګار شوى چې دپاريدونکو ډزو دلړۍ اودرولو لپاره په سمدستي توګه ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG