د پاکستان بلوچستان صوبې پوليسو ادعا کړې چې د ګل په شپه ناوخته يې يوه نښته کې پينځه مشکوک وسله وال وژلي دي .
پوليس چارواکو ويلي په چشمه اچوزۍ سيمه کې پوليس د ګشت په ډيوټۍ مامور ؤ چې وسله والو پرې ډزې وکړې . د پوليس په ځوابي ډزو کې بيا پينځه مشکوک وسله وال وژل شوي دي .
د اتوار په ورځ هم په دغه سيمه کې د وسله والو په ډزو کې دوه پوليس ژوبل شوي وو .
پوليس چارواکو ويلي تېره شپه د وژل شوؤ وسله والو تعلق د يوې لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره وو .
چارواکو ويلي وسله والو سره نښته کې يو پوليس هم ژوبل شوی دی .
راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې وژل شوي وسله وال په سيمه کې په هدفي وژنو او د خلکو د تښتوؤنو په پېښو کې ککړ وو .