لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم نښته کې ژوبل پاکستاني پوځي افسر مړ شو


د تورخم په پوله د پاکستاني ځواکونو د دروازې لګولو په سر دغه نښته پېل شوې ده .
د تورخم په پوله د پاکستاني ځواکونو د دروازې لګولو په سر دغه نښته پېل شوې ده .

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله تورخم باندې د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ په يو بل باندې شوؤ ډزو کې د پاکستان د پوځ ژوبل شوي افسر په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی . د تورخم په پوله اوس هم حالات کړکېچن دي .

امنيتي سرچينو پخلی کړی چې د تورخم په نښته کې ژوبل شوی مېجرعلي جواد چنګيزي پېښور کې پوځي روغتون ته راوړل شوی او نن د نهې په ورځ يې ژوند دلاسه ورکړی دی .

د اتوار په ماسخوتن د تورخم په پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو په يو بل باندې تر څو ساعتو ډزې کړې وې چې له امله يې د افغانستان د سرحدي پوليسو يو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي وو .

د تورخم په پوله د پاکستاني ځواکونو د دروازې لګولو په سر دغه نښته پېل شوې ده .
د تورخم په پوله د پاکستاني ځواکونو د دروازې لګولو په سر دغه نښته پېل شوې ده .

​​د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار د افغان ځواکونو په ډزو کې د ملېشې د يو عسکر ژوبلېدو پخلی کړی ؤ .

چارواکي وايي پاکستان لوري ته تراوسه پورې د پينځه سرتېرو په ګډون نزدې ۱۶ کسان ژوبل شوي دي په دغو کسانو کې عام ځاي خلک په ډزو نه دي ژوبل شوي .

ځيني راپورونه وايي پاکستان لوري ته د اوختې مرګ ژوبلې شمېره زياته ده خو د دې خبر چارواکي نه کوي .

د ګل په ورځ مازيګر بيا د دواړو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده ، او راپورونه وايي په دغه نښته کې څلور پاکستاني سرتيري ژوبل شوي دي . افغان ځواکونو تراوسه پورې شوې جګړه کې د خپل يو سرحدي سرتيري د وژنې او ۱۲ ژوبلېدو پخلی کوي .

د تورخم پوله د اتوار د شپې راهسې تړلې پرته ده د افغانستان د لوري پاکستان ته راتلونکي خلک د پولې پورې غاړې او د دې اړخ نه تلونکې خلک دې لوري ته پاتي دي . دغه دواړو خواؤ ته سامانونه وړونکي ګاډي يا خو د پولې دواړو غاړو ته ولاړدي او بيا بيرته ستانه شوي دي .

راپورونه وايي د پولي دواړو غاړو ته د افغانستان او پاکستان ځواکونو يو بل ته مخامخ په مورچو کې ناست دي او حالات کړکېچن دي . تورخم او لنډي کوتل کې کرفيو په ځاې کړی شوې او د ځينې علاقو نه خلک کډه کړی شوي دي .

د تورخم په پوله د افغانستان د سرحدي ځواکونو مشر محمدايوب حسېن خېل په وينا پاکستاني ځواکونو په پوله د نړيوال قانون سرغړونه کوله او د دوې د خبرولو پرته يې په پوله دروازه لګوله او نښته د هغې په سر پېل شوې ده .

بل لور د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ويلي ؤ پاکستاني ځواکونو د پولې نه خپلې غاړې ته د ترهګرو د راتګ د مخنيوي په موخه دروازه لګوله او په دغه مهال پرې افغان ځواکونو ډزې کړې وې . ائي اېس پي ار د ګل په ورځ د لګېدونکې دروازې نقشه هم خپره کړې ده .

د تورخم په پوله تازه جګړه پاکستان او افغانستان يو بل ته احتجاج هم کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG