لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي مسلمان مشرانو د اورلېنډو بريد په کلکه غندلی دی


نهادعوض ويلي "د يو مسلمان په حېث، امريکايي په حېث دا وخت د ويلو او په ډاګه کولو دی چې مونږ به د کرکې او ويرې په وړاندې وسله نه غورځوؤ " .
نهادعوض ويلي "د يو مسلمان په حېث، امريکايي په حېث دا وخت د ويلو او په ډاګه کولو دی چې مونږ به د کرکې او ويرې په وړاندې وسله نه غورځوؤ " .

په ټوله امريکا کې مسلمانانو د امريکې په تاريخ کې رامنځته شوې ناوړه بريد د اغېزمنو سره د يو والي څرګندونه کړې ده .

د امريکې د فلورېډا رياست په اورلېنډو ښار کې د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې شوي بريد کې لږ ترلږه ۵۰ کسان وژل شوي دي .

د واشنګټن سره نزدې د اسلامي مرکز (مېک سپېس) مشر وايس اف امريکا افغان سروس سره خبرو کې ويلي " د بې ګناه خلکو وژل يو ناوړه عمل دی او هر مسلمان او انسان له د دې غندنه کول پکار دي" .

د امريکې د اسلامي اړيکو شورا (کونسل اف امريکن اسلامک ريليشنز) د فلورېډا څانګې يو بيان کې ويلي "مونږ د بربريته ډک دې بريد غندنه کوؤ او په دې پېښه کې د وژل شوؤ او ژوبلو د کورنو سره د خواخوږۍ څرګندونه کوؤ، مسلمانه ټولنه د خپلو امريکايي وطندارو سره د تشدد داسې ناوړه عملياتو ته جواز جوړؤنکی هر سړی يا تنظيم ردوي " .

د اورلېنډو د اسلامک سنټر امام طارق رشيد ويلي " يو مذهب هم د تشدد داسې بې رحمه او ناروا عمل اجازه نه ورکوي او نه دا قبلوي " .

اسلامک سوسائټي اف سنټرل فلورېډا د دې بريد غندنه کړې او په خپل فېس بک پاڼه يې ليکلي " مونږ د تشدد د هرې پېښې چې زمونږ په ورورولو کې ويره خوري او ويشي يې, مونږ په ګډه امريکايان به يې په ضد يو ځاې ولاړ يُو " .

د امريکن اسلام نومې يو تنظيم مشر امام محمدمرسي ويلي " مونږ د دې سړي د نظريي نه پرته د دې غندنه کوؤ چا چې دا حمله کړې ده د قهر او کرکې له کبله د چا نه د ژوند حق اخستل نه دي پکار " .

هغه ويلي هغه نه ګڼي چې د يوې وژنې نه پس د يو قتل عام د مخنيوي دپاره څه کول پکار دي .

" زه د ترهګرۍ د ټولو پېښو غندنه کوم په خصوصي توګه کومې چې زما د مذهب په نوم کولی شي" .

واشنګټن کې د کونسل اف امريکن اسلامک ريليشنز اېګزيکټيو ډائريکټر نهاد عوض ويلي چې دا بريد " په کرکه اډاڼه جرم وو" هغه ويلي چې د تنظيم خواخوږي يې د هم جنس پرست ورورولۍ سره ده او د انتهاپسندو مقصد ټولنه تقسيمول دي .

"د يو مسلمان په حېث، امريکايي په حېث دا وخت د ويلو او په ډاګه کولو دی چې مونږ به د کرکې او ويرې په وړاندې وسله نه غورځوؤ " .

نوموړي د بريدګر د داعش سره د وفادارۍ په يادګېرنه کولو سره د دغه ترهګرې ډلې پلويانو ته په مخاطب کولو سره ويلي دي " تاسو به د خدايې تعالی په مخکې د بې ګناه انسانو، په زرګونو د بې ګناه خلکو، مسلمانانو، عيسايانو او نورو لږکيو په ضد د جرمونو ځواب څنګه ورکوئ؟ تاسو زمونږ استازيتوب نه کوئ" .

په ټول ملک کې څو مسلمان تنظيمونو په خپلو غړو غږ کړی چې د اورلېنډو د اغېزمنو دپاره وينه ورکړي .

د هم جنس پرست ورورولۍ نه علاوه عام خلک هم د دغه بريد نه وروستو غمژن دي . او د اتوار په شپه ګڼ شمېر هم جنس پرست او نور کسان د سپينې ماڼۍ مخې ته رايوځاې شوي او د اغېزمنو يو عارضي يادګار باندې يې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG