امريکايي چارواکو پلټنې پېل کړي او هڅه کوي چې معلومه کړي ايا د اورلېنډو په نائټ کلب باندې حمله کې د ککړ ۲۹ کلن بريدګر عمرمتين د ترهګره ډلې داعش سره اړيکې وې يا نه وې .
بل لور ته د داعش پلويانو په سمدستې ډول د دغه پېښې زمه واري قبوله کړې ده .
د داعش سره اړونده خبري ادارې " اعماق" د اتوار په ورځ عربۍ او انګرېزۍ ژبو کې يو بيان جاري کړی دی . انګرېزۍ ژبه کې جاري کړي بيان کې ويل شوي نائټ کلب باندې بريد د داعش جنګيالي کړی دی او د ۱۰۰ نه زياتو کسانو د وژنې دعوه يې پکې کړې ده .
د فاؤنډېشن فار ډيفنس اف ډيموکرېسې نومې غېر دولتې تنظيم سره اړونده څيړونکي تهامس جوسلېن ويلي " دا ادعا کره معلوميږي" .
ولې نوموړي ويلي " د دې دا مطلب نه دی چې متين نېغ په نېغه د داعش هدايات يا امر عملي کولو " .
هغه ويلي دا هم کېدی شي چې اعماق يواځې هغه خبرونه کاروي چې متين د حملې نه وړاندې يا د بريد په مهال د داعش سره د وفادارۍ اعلان کړی ؤ .
راپورونه وايي مشکوک بريدګر عمرصديق متين د بريد کولو نه وړاندې د پوليس په بېړني نمبر ټيليفون کړی ؤ او ويلي يې ؤ د هغه تعلق د تُندروه ډلې داعش سره دی .