لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن سعودي عرب ته کلسټربمونه ورکول ځنډولي دي


د سپينې ماڼۍ يا سعودي چارواکو د فارن پاليسۍ د راپور پخلی نه دی کړی چې پکې د امريکايي جوړېدونکو کلسټر بمونو د ځنډول کېدو ويل شوي وي .
د سپينې ماڼۍ يا سعودي چارواکو د فارن پاليسۍ د راپور پخلی نه دی کړی چې پکې د امريکايي جوړېدونکو کلسټر بمونو د ځنډول کېدو ويل شوي وي .

د بهرنو امورو يو امريکايي ژورنال (مجلې) ليکلي دي چې سپينې ماڼۍ په خاموشۍ سره خپل اتحادي ملک سعودي عرب ته د کلسټر بمونو ورکول ځنډولي دي . او واشنګټن دغه ګام د سُني سلطنت لخوا يمن کې د شيعه ياغيانو په ضد هوايي عملياتو په غبرګون کې کړی دی .

فارن پاليسي ميګزين (مجلې) د جمعې په ورځ خپور کړي خپل راپور کې د يو نامعلومه امريکايي چارواکي د خلې ويلي د کلسټر بمونو ورکول يې د هغې خبرونو مخې ته راتلو وروستو ودرولي چې د حوثي ياغيانو په ضدد سعودي په مشرۍ اتحاد ابادۍ والا علاقو کې دغه بمونه کاروي .

په کال ۲۰۰۸م کې د ۱۰۰ نه زياتو هېوادونو د دغو بمونو د بندېز په تړون دستخط کړی ؤ دغه بمونه دخپلو اهدافونو په نخښه کولو او هلته د پاتې کېدو او بيا د کلونو او مياشتو پورې په خلکو د چاؤدو دپاره مشهور دي .

د امريکې، چين او روس په ګډون د دغو بمونو جوړؤنکوغټو ملکونو دا تړون نه ؤ لاسليک کړی .

د بشري حقونو د سازمان هيومن رائټس واچ (اېچ ار ډبليو) د راپوروخپرېدو چې د يمن په جنوب کې د ملکي وګړو د ابادۍ سره کلسټربمونه کارول شوي دي ، امريکې د هغې نه څواونۍ پس دا ګام پورته کړی دی .

اېچ ار ډبليو دعوه کړې چې په کال ۲۰۱۵م کې د سعودي په مشرۍ اتحاد د يمن په شمال لويديځ هجه کې لږ ترلږه اووه کلسټر راکټې داغلې او په درځنونو ملکي وګړي پکې وژل شوي او ژوبل شوي وو .

د اېچ ار ډبليو د وکالت ډايريکټر مېري وېرهم وايس اف امريکا ته ويلي د يمن کليوالو ناچاؤدل شوي کلسټربمونه راټول کړي او د اېچ ار ډبليو څيړونکو ته يې ورکړي او څيړنکار بيا دغو سيمو ته د شواهدو رايوځاې کولو دپاره ورغلي دي .

د سپينې ماڼۍ يا سعودي چارواکو د فارن پاليسۍ د راپور پخلی نه دی کړی چې پکې د امريکايي جوړېدونکو کلسټر بمونو د ځنډول کېدو ويل شوي وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG