لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ايټمي قوت جوړېدو نه ۱۸ کاله پس !


پاکستان که څه هم ايټمي قوت دی ولې د توانايۍ يا بجلۍ د کمي سره د ترهګرۍ او بدامنۍ ښکار دی .
پاکستان که څه هم ايټمي قوت دی ولې د توانايۍ يا بجلۍ د کمي سره د ترهګرۍ او بدامنۍ ښکار دی .

پاکستان د نن نه ۱۸ کاله وړاندې ايټمي قوت جوړ شوی دی ولې دغه ملک تراوسه پورې د يو شمېر مهمو ستونزو سره مخ دی .

پاکستان د ۱۹۹۸م د ۲۸مئي نه پس هر کال دغه ورځ د يوم تکبير په نوم نمانځي ځکه چې په دغه ورځ پاکستان ايټمي تجربه کړې وه .

پاکستان که څه هم ايټمي قوت دی ولې د توانايۍ يا بجلۍ د کمي سره د ترهګرۍ او بدامنۍ ښکار دی .

پاکستان مني چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ورته د انساني زيان سره په غټه کچه مالي زيان اوختی او په اربونو روپۍ تاوان يې شوی دی .

او دغه ايټمي قوت د توانايۍ يا بجلۍ د کمي سره مخ دی د کوم له امله چې د ملک اقتصاد هم کوم پياوړی پرمختګ نه کوي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د يوم تکبير په مناسبت جاري کړي خپل بيان کې ويلي ملک د منځنو او بهرنو خطرو نه بچ ساتل زمونږ زمه واري ده .

هغه ويلي د ملکي دفاع دپاره ايټمي پروګرام پېل کړی شوی او زياته کړې يې ده د پاکستان ايټمي پروګرام د جنوبي ايشيا د امن ضمانت ګر دی ځکه چې د نوموړي په وينا د دې سره په سيمه کې د طاقت زور برابر شوی او دا د سيمې د خوندي کېدو دپاره ضروري خبره ده .

په کال ۱۹۹۸م کې د پاکستان ګاونډي ملک هند وړومبی ايټمي تجربه کړې او درې اونۍ پس بيا پاکستان ايټمي تجربه کړې وه . د دواړو ګاونډي ملکونو په کال ۱۹۴۷م کې د يو بل نه د جدايۍ راهسې يو بل سره اړيکې تاؤژنې پاتې شوي او د دواړو ترمنځ څو جګړې هم شوي دي .

څيړونکي وايي د پاکستان ايټمي قوت جوړېدو سره که په سيمه کې د طاقت زور برابر شوی دی ولې ملک ته خطرې ورته اوس هم راپېښې دي .

د فزکس کارپوهـ پرويز هود بهايي د ۲۸مئي په مناسبت د انګرېزۍ ورځپاڼې ډان کې چاپ شوي يو مضمون کې ليکلي د ايټم بم پاکستان خوندي کړی دی او د ايټمي قوت جوړېدو نه پس به په عام کچ دا دعوه کېده چې پاکستان ته دښمن په کږه سترګه نه شي کتی .

پرويز هود بهايي وايي چې نن په کال ۲۰۱۶م کې پاکستان ته د هند څخه زيات ګواښ د اسلامي تُندلارو ډلو نه دی کومې چې د ملک او ټولنې په ضد جنګيږي .

نوموړي ليکلي چې په تېره يوه لسيزه کې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دومره پوځ د لاسه ورکړی چې دومره يې د هند په ضد څلورو جګړو کې نه ؤ تاوان کړی . د فزکس استاز ليکلي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ايټمي بمونه بې ګټې ثابت شوي دي .

ښاغلي هودبهايي زياته کړې چې ايټمي بمونه څو ورځې وړاندې په ملامنصور د شوي ډرون بريد او دغه رنګ په اېبټ اباد کې اسامه بن لادن پسې راتلونکو امريکايي سرتېرو په ودرولو کې پاتې راغلي دي .

هغه ويلي د ملکي خودمختارۍ د سرغړونې د بيان نه پرته پاکستان نه شي کولی چې امريکايي قوت چېلنج کړي .

نوموړي سائنس پوهـ ويلي نه خو د پاکستان ايټمي قوت جوړېدو سره د کشمير لانجمه مسله هواره شوې او نه پاکستان او هند دواړو ملکونو د سائنس او ټيکنالوجۍ په مېدان کې پرمختګ کړی دی .

وزيراعظم په خپل بيان کې ويلي چې پاکستان اوس د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ او فرقه ييزه ستونزو سره مخامخ دی او زياته کړې يې ده مونږ د ملک بې ثباته کوؤنکو دښمنانو په ضد مبارزه کوؤ .

په عېن حال کې ۲۸م مئي باندې د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼو هم د يوم تکبير په نوم خلکو خپل خپل پېغامونه خپاره کړي دي چې پکې ځينو خلکو دا هم ويلي د ايټم بم په ځاې ورته امن او بجلي پکار ده .

د پاکستان د ايټمي وسلو په اړه وخت په وخت په نړيوال کچ داسې اندېښنې هم څرګندې شوي چې د ترهګرۍ ښکار دې ملک کې ايټمي وسلې ډېرې محفوظې نه دي خو پاکستان تل په دې خبره ټينګار کوي چې ايټمي وسلې يې په خوندي لاسونو کې دي .

نړيوال قوتونه په سويلي ايشيا کې د پاکستان او هند د وسلو ترلاسه کولو په زغل هم اندېښنې څرګندوي او وايي چې دواړه هېوادونه ايټمي قوتونه دي ځکه دا اندېښنه زياتيږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ ايټمي جګړه کې بدل نه شي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG