لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"مالک" په پاکستان کې د بندېز خو په پښتونخوا کې د ښودلو فیصله


فلم کتونکي وايي دغه فلم کې جهادیان د اتلانو په توګه ښودل شوي
فلم کتونکي وايي دغه فلم کې جهادیان د اتلانو په توګه ښودل شوي

په نور پاکستان کې په يو نوي پاکستاني فلم ”مالک “ باندې د بنديز لګول کیدو وروستو دخيبرپښتونخوا صوباېي حکومت اعلان کړى دی چې دخپلې صوبې سنيماګانو کې به دغه فلم نندارې ته وړاندې کوي.
ناتائیده رپورټونه وایي چې دغه فلم د پاکستان د پوځ‌ په پیسو جوړ شوی چې پکې د سیاستدانانو اؤ پښتنو سپکاوی شوی خو د فلم لیکونکی اؤ جوړونکی دغسې ټول تورونه ردوي اؤ وایي چې فلم کې د هیچا سپکاوی نه دی شوی.
په سوشل میډیا هم ددغه فلم په هکله تاوده بحثونه پیل شوي اؤ که چرته د پاکستاني پوځ پلوي طبقه په دغه فلم د بندیز غندنه کوي نو هلته ځینې سیاسي خواوې اندیښنه لري چې دغه فلم د ترهګرۍ دمخنیوي هڅو ته د زیان رسولو سوب جوړیدی شي.


په فلم روان بحثونه :
خيبرپښتونخوا کې دقوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ يو مشر افراسياب خټک ددغه فلم په اړه خپل یو ټویټ کې ويلي دي” مالک فلم دترهه ګرۍ دمخنيوي دقومي تګلارې بيخي خلاف دى،دا ښايي چې زمونږ رياستي نظام دترهه ګرۍ او تندلاريتوب مخنيوي کې څومره غيرسنجيده دى. “
تيره ورځ دپاکستان دمرکزي حکومت لخوا په مالک فلم دبنديز لګيدو څخه وروستو نن دزيارت په ورځ پاکستاني ورځپاڼو کې هم ددغه بنديز خبرونه ورکړل شوي.
دفلم کتونکي دعوه کوي چې دغه فلم کې دا تاثر ورکړل شوى چې پاکستان کې دسره څه قانون نشته، لاقانونيت ته خلک راپارول شوي، جهاديان پکې د اتلانو په توګه وړاندې کړل شوي او دسياست دانانو شخصيت منفي انداز کې وړاندې کړل شوى.
دغه فلم ته لمړى دسنسر بورډ له لوري نندارې ته د وړاندې کیدو اجازه ورکړل شوې وه او درې اوونۍ دمخه دپاکستان په سینیماګانو ښودل شوی هم ؤ خو وروستو پرې دپاکستان داطلاعاتو او نشراتو دوزارت له لوري د نامعلومو علتونو له امله بنديز ولګول شو.
دميډيا راپورونه وايي لمړى په دغه فلم دپاکستان دسندهـ حکومت بنديز لګولى و اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې دې کې دصوبې وزيراعلي په منفي انداز کې وړاندې کړل شوى او وروستو مرکزي سنسربورډ هم په فلم” مالک“ بنديز ولګولو.


د فلم قیصه کې څه دي؟
دمالک فلم قيصه څه داسې ده چې يوه افغان کورنۍ افغانستان کې دشوروي‌ ایتلاف دبريد او ظلمونو څخه بچ کيدو لپاره دپاکستان کراچۍ ښار ته ورځي او دغلته استوګنه پیلوي،
ددغه ځايې څخه د ايس ايس جي د یو پخواني افسر قيصه پيل کيږي، دهغه په ذاتي ژوند کې يوه پیښه رامینځته شوي وي چې دهغه په ژوند یې ډیرې ژورې اغیزې کړي وي خو دخپل غم غلطولو لپاره دغه افسر يوه شخصي امنيتي کمپني پيل کوي، دغه کمپنۍ کې دهغه ګڼ ملګري دايس ايس جي څخه دريټاير کيدو وروستو شامليږي،
دا خلک دخپل هيواد دبرباديدونکي سياسي او ټولنيز ماحول څخه ويريدلي وي او دا ټول کسان دخپل هيواد ذمه واري پخپلو لاسونو کې داخستو هڅه کوي، په دغه وخت کې يو لويې جاګيردار دصوبې وزيراعلي جوړيږي( کوم چې داسې ښکاري چې هغه دسندهـ صوبې وزيراعلي وي) او دخپل ځانګړي سوچ له لارې صوبه کې بډو رشوتونو او د ويرې خورولو فضاء جوړوي او داسې ښکاري چې دهغه دمخنيوي لپاره هیڅوک نشته،
په دغسې حال کې دامنيتي کمپنۍ خلک دبډو رشوتونو او بدې واکمنۍ دله مينځه وړلو ذمه واري پخپله اخلي، هغوي پخپله دغه مشن کې څومره کامياب شي؟،همدا ددغه فلم ټوله قيصه ده.


په فلم د بندیز علتونه :
په پاکستان کې په فلم د څار لرونکې مرکزي ادارې یا سنسربورډ مشر وايي په فلم له دې امله بنديز لګول شوى چې دې کې صوبايي تعصب ښودل شوى، عام خلک پکې قانون په لاسو کې اخستو ته راپارول شوي او دسياست دانانو په ضد پکې پروپيګنډه شوې.
دمرکزي سنسر بورډ مشر مبشر حسن دعوه کړې چې ددغه فلم په ضد ورته دخيبرپښتونوا دسرښار پيښور او مردان سيمې په ګډون دهيواد دبيلا بيلو سيمو څخه شکايتونه ترلاسه شوي وو او خلکو دړکه کوله چې سنيماګانې او نور اولسي ځايونه به وسيزي.
دمرکزي سنسربورډ ترمخه په مالک فلم ددې شپږو علتونو له امله بنديز لګول شوى.
لمړى دا چې دغه فلم کې داسې تاثر ورکړل شوى چې ګنې پاکستان کې لاقانونيت دى او خلک پکې قانون خپلو لاسو کې اخستو ته هڅول شوي.
دوهم دا چې دغه فلم کې دهيواد دقانون نافذونکو ادارو په اړه داسې تاثر ورکړل شوى چې ګنې دټول هيواد پوليس نااهله دي او مارې داړې کوي.
دريم دا چې دغه فلم کې يو پخواني افغان جنګيالي ته دښخول کيدو په موقع درناوى ورکړل شوى.
څلورم دا چې دغه فلم کې يو داسې قابل اعتراض منظر هم ښودل شوى چې پکې ديوې پُښتنې جينۍ سره زياتى کيږي.
شپږم دا چې ووټ اچوونکي داسې ګڼي چې دغه فلم په سياسي نظام کې دهغوي دکردار په اړه يو سپکاوى دى
خو د فلم ليکونکي اؤ جوړونکي عاشر عظيم دغه تورونه ردوي اؤ وايي د فلم د اصل پيغام نه د خلکو د پام ګرځولو دپاره دې ته سياسي اؤ ژبني رنګ ورکول کيږي .​


په فلم د پاکستاني پوځ د پیسو د لګښت دعوې :
ناتايده راپورونه وايي‌ دغه فلم د ايي ايس پي ار په پيسو جوړ شوي خو د فلم جوړونکى دا تورهم ردوي اؤ‌ وايي چې هغوي ته لږ ډير پوځي سازوسامان پکار و دکوم لپاره چې ورسره دپوځ دمطبوعاتي څانګې له لوري مرسته شوې ده.
په سوشل میډیا اؤ بیلابیلو خبري اژانسونو سره خبرو کې دفلم جوړونکي عاشر عظيم دریځ‌ خپل کړی چې ټوله نړۍ کې پوځونه فلمونو جوړولو کې مرسته کوي او فلم کې يې دپوځ څخه ډيره لږه مرسته اخستې
دهغه وينا ده کوم خلک چې يې په فلم نيوکې کوي په اصل کې هغوي دغه فلم کتل نه دى.
دپاکستان حکومت دريځ لري په ”مالک “ فلم يې له دې امله بنديز لګولى چې دې کې دجمهوري نظريې په ضد خبره شوې ده او دعوه يې کړې چې دخلکو دغوښتنې څخه وروستو يې دغه ګام اخستى.


خیبرپښتونخوا کې د فلم د نندارې اجازت :
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير مشتاق غني يو شخصي ټي وي سره خبرو کې ويلي دي ”مالک “ فلم کې په بډو رشوتونو رڼا اچول شوې او دعوه يې کړې چې هغوي پخپله دبډو رشوتونو په ضد ولاړ دي نو ځکه کله چې دغه فلم دهغوي صوبې ته ورشي نو ضرور به يې سینیماګانو کې نندارې ته د وړاندې کولو اجازه ورکوي.
مشتاق غني ويلي دي دهغوي دصوبې خپل سينسر بورډ شته او ټول فلمونه ترې تيريږي.
هغه مرکز کې په واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) نیوکه کړې چې کوم خلک دبډو رشوتونو مخنيوي کې تکليف لري هم هغوي په دې بنديز لګوي.
بل لوري ته دپاکستان دمرکزي حکومت له لوري په مالک فلم دبنديز څخه وروستو يو اولسي وګړي دپاکستان دپنجاب صوبې ايالتي محکمه لاهور کې دمرکزي حکومت دغه ګام چيلنج کړى دى.
عدالت ته خواست کوونکي تن دريځ خپل کړى چې دغه فلم دبډو رشوتونو په ضد جوړ کړل شوى، دفلم څخه خلک ډير څه زده کولى شي، دسنسربورډ مشر لمړى دفلم دسنسر اجازت نامه جاري کړې وه چې دغه شان دا فلم په ٨م اپريل نندارې ته وړاندې کړل شوى و خو بيا پرې بنديز ولګول شو.
خواست کوونکي عدالت څخه غوښتنه کړې چې په مالک فلم دې بنديز ناچله وګرځوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG