لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق : بمي چاؤدنو کې 29 کسان وژل شوي


File Photo
File Photo
راپورونه وائي دعراق په بيلا بيلو سيمو کې دجمعې په ورځ ترسره شوؤ يو شمير بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه 29 کسان وژل شو اؤ 70 نور ژوبل شوي.
امنيتي اؤ دصحت دڅانگې سره تړلي چارواکي وائي دبغداد سره نزدې شمالي سيمه کې کدهميا کې دمرغو ديو مارکيټ دننه دوؤ موټري بمي چاؤدنو کې 16 کسان وژل شوي اؤ 43 نور ژوبل شوي.
دکال 2008م دفرورۍ په لمړۍ نيټه هم مرکزي اؤ ختيز بغداد کې دوه بمي چاؤدنې ترسره شوې وې چې پکې 100 کسان وژل شوي وؤ.
همدغه شان دجمعې په ورځ د بابل صوبې په شومالي سيمه کې ترسره شوؤ دوؤ موټري بم چاؤدنو کې 13 کسان وژل شوي اؤ 47 نور ژوبل شوي.
چارواکي وائي په دغو چاؤدنو کې ښځو اؤ ماشومانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG